طالبانو په غزني کې دوه تنه د قتل په تور په یو لوبغالي کې اعدام کړل

انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له تایید وروسته یې د غزني ښار په یو لوبغالي کې د قتل په تور پر دوو کسانو د «قصاص حکم» اجرا کړی دی.

دغې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه حکم نن (پنج شنبه، ۳ د کب) د غزني د مرکز اړوند د «علي بابا» کلي د فوټبال په لوبغالي کې د طالب چارواکو او يو شمېر کسانو په شتون کې د تورن کسانو په «وژلو» سره عملي شوی دی.

ځايي سرچينو اطلاعات روز ته وویل، چې د «قصاص حکم» د ګڼو کسانو په حضور کې د تورنو په «ویشتلو» سره عملي شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هر یو له دغو کسانو پنځه-پنځه مرمۍ ویشتل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې تورن کسان «سید جمال» د سید محمود زوی، د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د «لوره» کلي اوسېدونکی او «ګل خان» د شاه ولي زوی د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی پیژندلي دي.

د دغې محکمې په اعلاميه کې ويل شوي چې سيد جمال د سلطان محمد د زوی امیر محمد چې د ميدان وردګ د سيداباد ولسوالۍ د لوره کلي اوسېدونکی و په قتل تورن او ګل خان د نظرالدين د زوی محمد قاسم چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی دی په قتل تورن پیژندل شوی.

دغې محکمې ویلي، چې دواړه قتلونه په چاقو ترسره شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې دغو کسانو ته د اعدام سزا د دغې ډلې د لومړنیو، منځنیو او وروستیو محکمو له خوا صادره شوې او د هبت الله اخوندزاده له خوا تایید شوې ده.

طالبانو تر دې وړاندې په فراه او لغمان ولایتونو کې هم پر دوو تنو د قصاص حکم په عام محضر کې اجرا کړی دی.

دغې ډلې په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته په پرپسې ډول تورنو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړې ده.

د بشري حقونو بنسټونه په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول د هغوی انساني کرامت ته سپکاوی ګڼي او د بندولو غوښتنه یې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه