سرېلانکا په دويمه شل اوريزه لوبه کې د ۷۲ منډو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: د سرېلانکا او افغانستان د کرکيټ لوبډلو تر منځ نن (دوشنبه، ۳۰ د سلواغې) د درو شل اوريزو لوبو د لړۍ په دويمه لوبه کې سرېلانکا افغانستان ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د شل اوريزو لوبو لړۍ يې وګټله.  

د افغانستان او سرېلانکا تر منځ په دويمه شل اوريزه لوبه کې هم ټاس افغان لوبډلمشر وګاټه او يو ځل بيا يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

سرېلانکا د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو افغان لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو لوی هدف ورکړ. د سرېلانکا له لوري سمارا ويکرما تر ټولو ډېري ۵۱ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري د توپ وهنې پيل ښه نه و او پر شپږو منډو يې د پيل توپ وهونکی حضرت الله ځاځی له لاسه ورکړ، تر دې وروسته هيڅ افغان لوبغاړي ونشوای کولای چې په ميدان کې پاتې شي او اوږده او لوبه ګټونکې پاڼۍ ولوبوي.

د افغانستان له لوري کريم جنت تر ټولو ډېري ۲۸ منډې وکړې.

د يادونې وړ ده چې د سرېلانکا ليګ سپينر بالر وينندو هسارانګا په نننۍ لوبه کې د دوو افغان لوبغاړو په سوځولو سره خپلې سل ويکيټې هم پوره کړې چې تر راشد خان وروسته په دويمه کچه تېزي سل ويکيټې ګڼل کېږي.

سرېلانکا تر دې وړاندې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه. همدا راز يې يوه ټيسټ لوبه او درې پنځوس اوريزې لوبې هم په يو اړخيزه توګه له افغانستان څخه ګټلې دي.

د افغانستان او سرېلانکا تر منځ به وروستۍ شل اوريزه لوبه د فبروري پر ۲۰ کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه