اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز د يوې اعلاميې د خپرولو له لارې غوښتنه کړې چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په دويمه غونډه کې دې د هيواد د رسنيو اندېښنو ته رسيدګي وشي.
دې بنسټ په خپله اعلاميه کې چې نن (يکشنبه، ۲۹ د سلواغې) مازيګر يې خپره کړې، ويلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د رسنيزې ټولنې د يوه غړي په حضور خوښ دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د اعلاميې پر اساس د «امو» ټلويزون مسوول مدير لطف الله نجفيزاده د هيواد د مدني ټولنې د درو ښځينه غړو تر څنګ د افغانستان د رسنيزې ټولنې په استازيتوب په غونډه کې موجود دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي چې د افغانستان له رسنيو سره تړلي موضوعات او انديښنې يې په غونډه کې د بحث لپاره تر ښاغلي نجفي زاده پوري رسولي.
دې بنسټ ويلي چې په کورنۍ کچه د رسنيو په تړاو د طالبانو د ۱۵ دستورونو د لغو کېدو، د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو د خپلسرو نيونو د درېدو او د نيول شويو افرادو د ژر تر ژره ازادېدو غوښتنه کوي.
همدا راز د خبريالانو مرکز ويلي چې په نړيواله کچه له نړيوالې ټولنې غواړي چې په تبعيد کې د افغانستان د رسنيزې ټولنې د دوام لپاره دې ملاتړ زيات کړي، د رسنيو خپلواکي او تنوع دې پیاوړې کړي، خپلواکه ورځپاڼه ليکنه دې دود کړي او کوم خبريالان چې له بېړنيو ګواښونو سره مخ دي، هغوی ته دې بېړنۍ ويزې ورکړي او د هغوی په پر ځای کولو او مالي ملاتړ کې دې مرسته وکړي.
دې بنسټ له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د ښځينه خبريالانو ملاتړ ته دې لومړيتوب ورکړي تر څو د رسنيو په برخه کې د هغوی د فعال ګډون ډاډ تر لاسه شي.
د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتريش په کوربتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوه.
په دې غونډه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره په تعامل کې د نړيوالې ټولنې پر تګلارې بحث کېږي چې لا همغږې، منسجمه او ساختاري وي.
همدا راز د هيوادونو ځانګړي استازي په دې غونډه کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور وړانديزونه او د دې هيواد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه ارزوي.
