ننګرهار کې د کتابونو نندراتون؛ موخه یې ټولنه کې د مطالعې دودول یاد شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اړوند باچا خان مزار کې د سولې او پرمختګ تر عنوان لاندې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د کتابونو دغه نندارتون د اماني فکري ټولنې له لوري جوړ شوی. د دغه نندارتون مسوول ډاکتر ننګ کاموي نن (یکشنبه، ۳ د کب) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، په دې نندارتون کې بېلابېل علمي، تاریخي، سیاسي او ټولنیز اثار نندارې ته اېښودل شوي چې موخه یې په افغاني ټولنه کې د مطالعې فرهنګ دودول دي.

کاموي زیاته کړه: «موخه مو له دغه نندارتون دا ده، چې ځوانانو ته نوی فکر ورکړو چې له کتاب سره اشنا شي او خپل وخت بیځایه تیر نه کړي او مطالعې ته مخه کړي تر څو د کتاب لوستنې دود عام شي.»

د پوهنتون استاد مجاور احمد زیار بیا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د کتابونو دا ډول نندارتون جوړول د ځوانانو په فکري بدلون کې مثبت رول لوبولی شي. استاد زیاتوي: «دغه ډول د کتابونو نندارتونونه کولای شي ځوانان وهڅوي چې کتاب مطالعه کړي او ځان له نړۍ خبر کړي، یانې مستقیم ځوانان هڅولی شي چې کتاب لوستنې ته مخه وکړي او نور هم وهڅوي.»

دغه نندارتون نن پیل او درې ورځې به پرانستی وي.

په ورته مهال استاد نجیب منلي بیا هر کال د دا ډول نندارتون د جوړیدو غوښتنه وکړه. نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې هیله مندي وښوده چې د دې نندارتون په پرانیستل کېدو سره به د مطالعې رواجولو ترڅنګ کتاب پیرودلو ته هم بازار موندنه وشي.

استاد منلي زیاته کړه: «د کتابونو دغه ډول نندارتون باید هر وخت او هر کال باید جوړ شي، ځکه دا له یوې خوا ځوانان هڅوي چې مطالعې ته مخه کړي او له بلې خوا خلک هم خبریږي چې کوم کتابونه چاپ شوي.»

دې نندارتون ته د ختیځې سیمې ګڼ اوسېدونکي هم ورغلي وو. صفت الله مومند هم یو له دغه ګډونوالو دی هغه خوښ دی چې په لومړي ځل د کتابونو نندارتون جوړېږي او دوی په کې ګډون کوي. هغه زیاتوي: «ډیر خوشاله یم چې د کتابونو داسې یو نندارتون څخه لیدنه کوم دا ځوانانو ته د سولې او امن فکر ورکولای شي او هم ځوانان هڅیږي چې له جګړو یې مخه وګرځي او مطالعه وکړي.»

په همدې حال کې ولایتي چارواکي وایې، چې د مرکزي کتابتون د غني کېدو او په ادارو کې د اړونده مسلکي کتابتونونو د فعالیدو لپاره به هم هڅې وکړي. ټاکل شوې د کتابونو دا نندارتون به په خپله لمن کې د یو شمېر نورو پروګرامونو په ترسره کولو سره درې ورځې دوام وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه