اطلاعات روز: د افغانستان او سرېلانکا د کرکيټ لوبډلو تر منځ د درو شل اوريزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې سرېلانکا افغانستان ته د څلورو منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان او سرېلانکا تر منځ د نننۍ (شنبه، ۲۸ د سلواغې) لوبې ټاس افغان لوبډلې وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. سرېلانکايي لوبډلې وکولای شول چې يوازې د ۱۹ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف ورکړي.
په افغان بالرانو کې فضل الحق فاروقي درې، نوين الحق او عظمت الله عمرزي دوه او نور او کريم جنت يو-يو سرېلانکايي لوبغاړي وسوځول.
که څه هم د افغان لوبډلې له لوري د توپ وهنې پيل ښه و خو ويې نشوای کولای چې ورکړل شوی هدف پوره کړي. د افغان لوبډلې لوبډلمشر ۶۷ ناسوځيدلې منډې وکړې او تر پايه ودرېد، خو لوبه يې ونشوای ګټلای.
افغان لوبډلې ته په وروستي اور کې د ګټلو لپاره يوولس منډې په کار وې.
د سرېلانکا له لوري ماتيشا پاتيرانا څلور افغان لوبغاړي وسوځول.
تر دې وړاندې سرېلانکايۍ لوبډلې له افغان لوري يوه ټېسټ او درې پنځوس اوريزې لوبې هم ګټلې دي.
د افغان لوبډلې او سرېلانکا تر منځ دويمه شل اوريزه لوبه به د روانې فبروري پر ۱۹ کېږي.
