اطلاعات روز: په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو تر ناستې وړاندې د ښځو تر رهبرۍ لاندې تر ۳۵ زياتو سازمانونو او تر ۱۷۰ زياتو فعالانو د هيوادونو استازو ته په يوه ليک کې له هغوی غوښتي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جنسيتي اپارتايډ په رسميت وپېژني.
دا ليک چې د ښځينه حقونو د فعالې زرقا يفتلي پر پاڼه خپور شوی، د دوحې غونډه په کې ډېره مهمه بلل شوې او ويل شوي چې یو حساس وخت کې د افغانستان په اړه کېږي.
د ليک ليکوالانو د هيوادونو استازو ته د دوحې د غونډې په اړه خپلې انديښننې او سپارښتنې بيان کړې دي.
سازمانونو او د ښځينه حقونو فعالانو ويلي، چې د تېرو دوه نيمو کلونو پر مهال، طالبانو په افغانستان کې ښځې له خپلو حقونو او لومړنيو ازاديو بې برخې کړي او هره ورځ پرې نوي او سخت محدوديتونه لګوي.
د دوی په ليک کې ويل شوي چې ښځې نور د تحصيل، کار او اقتصادي، سياسي او ټولنيز فعاليت اجازه نه لري او کومې ښځې چې دا جنسيتي اپارتايډ غندي، له ځورونې، شکنجې او زنداني کېدو سره مخ کېږي او وژل کېږي.
په دې ليک کې راغلي: «له همدې کبله موږ له تاسو (د هيوادونو استازي) غواړو چې [دا] په رسميت وپېژنئ چې طالبانو په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايډ رژيم جوړ کړی او تر ۱۸ ميليونه زيات وګړي يې له خپلو لومړنيو انساني حقونو بې برخي کړي او هره ورځ هغوی په بېلابېلو جسمي او رواني توګه شکنجه کوي.»
سازمانونو او د ښځينه حقونو فعالانو د هيوادونو له استازو غوښتي چې ډاډمنه دې کړي چې د ښځو حقونه به د دوحې په غونډه کې د بحث مرکز وي او د افغانستان په اړه هر ډول تصميم بايد په هيواد کې د ښځو ټول حقونه تضميمن کړي او د هغوی ازادي او عدالت تأمين کړي.
دې سازمانونو او فعالانونو د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې دا ارزونه هر اړخيزه نه ده د هيواد واقعي وضعيت په ځانګړې توګه جنسيتي اپارتايډ نه منعکسوي.
د دوی په وينا، د ارزونې په بهير کې د مدني ټولنې اکثريت فعال سازمانونه چې له هيواده دباندې او دننه فعاليت کوي، په نظر اخيستنه کې يې ګډون نه دی کړی او همدا راز د کومو لږ شمېر کسانو نظرونه چې اورېدل شوي، هغو ته هم په راپور کې ځای نه دی ورکړل شوی.
له دې سره-سره، سازمانونو او د ښځينه حقونو فعالانو ويلي، چې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» پر اساس چې هر تصميم نيول کېږي، واقعبينانه او هر اړخيز تصميم به نه وي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو روانو مسايلو ته په کې پام نه کېږي.
دوی د خپل ليک په دوام غوښتنه کړې چې د بشري حقونو په برخه کې تخصص لرونکی کس دې د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شي او ويلي يې دي چې دا استازی بايد په افغانستان کې له هيڅ قبيلې او يا هم ځانګړې قومي ډلې سره اړيکه ونه لري.
سازمانونو او د ښځینه حقونو فعالانو همدا راز ټينګار کړی چې اوسنی جنسيتي اپارتايډ بايد د ځانګړي استازي د ماموريت مرکزي موضوع وي.
همدا راز دوی پر طالبانو د زيات فشار د راوستلو غوښتنه کړې تر څو په افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ او پر ښځو لګېدلي محدوديتونه ختم شي.
د ليک لاسليکوونکو د هيوادونو استازو ته ويلي، چې کله د دوحې غونډه د افغانستان د راتلونکي لپاره د سياسي حللارې موندلو په موخه جوړېږي، د يو مشروع او ټولګډونه حکومت جوړېدل چې د افغانستان د خلکو د ارادې واقعي استازيتوب وکړي، مهم دی.
دوی ټینګار کړی چې د ښځو له ګډون پرته هر ډول سياسي معامله هيواد د بې ثباتۍ او لا زيات فقر لور ته بيايي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه سبا او بل سبا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
په دې غونډه کې له افغانستان سره د منسجم او سازماني تعامل په تړاو بحث کېږي او د هيوادونو ځانګړي استازي د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه بحث کوي.
