خوست کې د مېلمه کوټ باغ بيارغونې چارې پيل شوې

اطلاعات روز: په خوست ښار کې د بزګرانو د زده کړې او سرچينو مرکز جوړېدو کار پيل شو، چې د اړيکو دفتر يا TLO لخوا به په شاوخوا ۵ ميليونه افغانۍ ورغول شي.

ياد مرکز د کرنې رياست په غوښتنه په مېلمه کوټ باغ کې جوړيږي، چې په ترڅ کې به يې ياد تاریخي باغ هم بېرته ورغول شي.

مېلمه کوټ په خوست ښار کې پخوانی باغ دی، چې د کورنيو جګړو په دوران کې يې يوازینۍ ودانۍ ډېرې برخې ويجاړې او ونو ته يې زيانونه رسېدلي و.

د خوست والي تورنجنرال مهمند کټوازی وايي چې د TLO دفتر لخوا به د ۴.۵ متره په لوړوالي د مېلمه کوټ باغ ۳۳۵ متره اوږد د احاطې دېوال هم جوړ او د شته ودانۍ د برېښنا او نجارۍ برخې ترميم شي.

کټوازي وويل چې د بزګرانو د زده کړو او سرچينو مرکز به د ولايت په کچه د بزګرانو، د کرنې او لومړنيو توکو د پلورونکو او واردوونکو، سيمه ييزو سوداګرو، د کرنې متخصصانو، محصلينو او د موسـسو، دولتي او غير دولتي کارکوونکو تر منځ همغږي رامنځته کړي.

نوموړي زياته کړه: «زه له کرنې رياست او اړوندو ادارو مننه کوم. په خوست کې د کال په ټولو موسمونو کې د کر کيلې زمینه امکانات شته او ولايتي اداره او خلک پوره همکار دي. دلته لا هم په دې برخه کې کار ته اړتيا ده او له دې لارې د خلکو په ژوند کې اوږدمهاله اقتصادي بدلونونه راتلی شي.»

د اړيکو دفتر مشر محمدعلي ځدراڼ وايي چې په دې مرکز کې به اداري اسانتياوې لکه پروجکټرونه، مېزونه، څوکۍ، غږيز سيسټم، د ملاقاتونو اداري خونه، فرش او ورته نورې اسانتياوې برابرې کړي.

ځدراڼ اطلاعات روز ته وويل چې د کرنې رياست اړوند د ولسواليو د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو او خدمتونو رسونې لپاره يې پر هغوی د شاوخوا ۸.۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د ځينو اړينو تخنيکي وسايلو او کمپيوټرونو سربېره ۲۴ موټرسايکلونه هم ووېشل.

هغه وايي: «په دې مرکز کې به د لمريزې برېښنا په واسطه د اوبو سیسټم هم برابر شي، چې د اوبو يوه لويه څاه به جوړه او له هغې څخه ۳۶۰ متره د اوبو شبکه وغځول شي. دا مرکز به په يو وخت کې د ۳۰ تنه بزګرانو د ټرېننګ ظرفيت ولري.»

د خوست د کرنې او شمل خرم دريايي حوزې رييس نورشاه نوراني وايي چې د دې مرکز او مېلمه کوټ باغ له رغېدو سره به محلصينو ته د اړوندو څېړنو زمينه برابره او نورې اړوندې ادارې به وکولی شي په دې مرکز کې د بېلابېلو نباتاتو نمايشي قطعات جوړ کړي.

نوراني وويل چې د دې مرکز رغنيزي چارې به په ۳ مياشتو کې بشپړې شي.

د يووالي او بدلون کاروان مشر عبدلوالي واحدزی وايي چې د مېلمه کوټ باغ بيارغونه د خلکو او بزګرانو لويه غوښتنه وه، چې بلاخره ومنل شوه.

يو تن بزګر حميدالله وايي چې دهقانان او بڼوال بايد د کرنې او مالداري په معاصرو لارو، چارو پوه شي، تر څو له يوې خوا له زيانونو په مخنيوي کې ور سره مرستندوی وي او له بل پلوه زيات حاصلات تر لاسه کړي.

حميد وويل: «موږ چې ځينې طريقې زده کړې، په کمه ځمکه کې مو زيات بوټي کرلي، ژر او زيات محصولات مو ترې تر لاسه کړي دي. زراعت بايد عصري شي او له عصري لارو، چارو پکې ګټه واخيستل شي.»

ياده دې وي چې دوه اونۍ وړاندې د خوست ښار اړوند رسول محمد سيمه کې د سربند او کانال جوړېدو چارې هم پيل شوې، چې ور سره به شاوخوا سل کاله پخوانۍ د اوبو ژرندۍ هم بېرته فعاله او شاوخوا کليو ته به برېښا هم ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه