د اعتراضي ښځو د خوځښتونو ايتلاف: د طالبانو ځای د لاهې په محکمه کې دی، نه د دوحې په غونډه کې

اطلاعات روز: د اعتراضي ښځو د خوځښتونو ايتلاف د دوحې د غونډې له جوړېدو او دې غونډې ته د طالبانو له ور بلنې سره مخالفت کړی او ويلي يې دې چې د دې ډلې ځای د «لاهې په محکمه کې دی، نه د دوحې په غونډه کې».

د ښځو دې ډلې نن (پنجشنبه، ۲۶ د سلواغې) په يوه سرپټي ځای کې د غونډې او اعلاميې خپرولو له لارې ويلي چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه د هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه تحريم او غندي.

د معترضو ښځو په اعلاميه کې راغلي چې په دوحه کې د راتلونکې غونډې اساس تعامل او د طالبانو لپاره لابي ده.

معترضو ښځو ويلي چې طالبان بايد د ترهګريزو بريدونو، وژنې، د بې ګناه خلګو د شکنجې، د ښځو د حقونو د پراخ نقض او د بشريت پر خلاف د جنايت له وجې محاکمه شي او د دې ډلې ځای د لاهې په جنايي محکمه کې دی.

دوی د ملګرو ملتونو له لوري د دوحې غونډې ته د طالبانو رابلل شرموونکي بللي.

همدا راز د معترضو ښځو په اعلاميه کې راغلي: «شرموونکې ده چې د بشري حقونو او ډيموکراسۍ د مدعي هيوادونو استازي د دوحې په غونډه کې لابي ګرۍ ته چمتو کېږي.»

معترضو ښځو ملګرو ملتونو او هيوادونو ته ويلي چې له طالبانو سره دې تعامل او مذاکره نه کوي او د دې پر ځای دې په افغانستان کې روان جنسيتي اپارتايډ په رسميت وپېژني او طالبان دې تحريم کړي.

سياسي جريانونو هم د دوحې په غونډه کې د طالبانو د حضور مخالفت کړی دی.

دې جريانونو نن د يوې ګډې اعلاميې له لارې ويلي چې د دوحې غونډې ته د طالبانو رابلل دې ډلې ته جسارت ورکوي چې نور هم خپلو تاوتريخجنو چلندونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو مخالفو جريانونو له ملګرو ملتونو او د دوحې د غونډې له ګډون کوونکو غوښتي چې د افغانستان د ښکېلو سياسي اړخونو حضور ته د زمينې په برابرولو سره دې د دې فرصت برابر شي چې د ملي پروسې له لارې اوسنی وضعيت بدل او د افغانستان د خلګو د ارادې پر اساس د قانوني دولت جوړېدو ته زمينه برابره شي تر څو زموږ په هيواد کې روان کړکېچ پای ته ورسېږي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټو په دوحه کې جوړه شي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنتونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک سره سم پکې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي.

د دې غونډې د جوړېدو موخه «د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته په پام په منسجمه، همغږې او ساختاري توګه د افغانستان په اړه د نړيوالې ښکېلتيا د زياتوالي د تګلارې پر څرنګوالي بحث» کول بلل شوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د ځانګړي استازي ټاکل د دې غونډې د کار برخه ده.

طالبانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو هغوی خپل ګډون مشروط کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه