اطلاعات روز: د پسرلي موسم ته په نږدې کیدو سره د هیواد په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ګلانو او نیالګیو یو شمېر پلورونکي وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د پلور بازار سوړ او کم خلک د نیالګیو پېرلو ته زړه ښه کوي.
محمد اسرار چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې نیالګي پلوري وايي، چې روان کال یې د ګلانو او نیالګیو برخه کې ٢٠٠زره افغانۍ پانګونه کړې.
نوموړی د تیرو کلونو په پرتله د پیریدونکو کم شمیر اندیښمن کړی او لامل یې تر ډیره د خلکو کمزوری اقتصاد بولي.
د نیالګیو یو بل پلورونکی او د لغمان اوسیدونکی شوکت چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند په « سرخکانو» سیمه کې نیالګي پلوري هم ورته شکایت کوي او وايي، چې په تیرو کلونو کې به یې د ورځې لسګونه پېردونکي لرل، خو سږکال یې دا شمیر بیخي راټیټ شوی دی.
د نوموړې په وینا، د تېر کال په پرتله یې کاروبار پېکه شوی او اندیښمن دی چې مصرف شوې پېسې به بیرته وګټي او که نه؟
شوکت زیاته کړه: «پخوا به مو له حکومت سره د نیالګیو قراردادونه کول، خو د طالبانو حکومت سره دا هر څه بې خونده شوي او له حکومت غواړو چې زرغونتیا ته دې پام وکړي او زموږ لاس دې ونیسي.»
ورته مهال هغه کسان چې د ګلانو او نیالګیو د اخیستلو لپاره دګلانو پلورنځیو ته راغلي، له خلکو غواړي چې د یو نیالګي په کېنولو سره د خپل چاپیریال په زرغونتیا کې ونډه واخلي.
د ننګرهار اوسیدونکی فضل الحق د پسرلي په موسم کې پر نیالکیو کینولو له ټینګار سربیره د طالبانو له حکومتي چارواکو هم غوښتنه کوي، د نیالګیو بیو په ټیټیدو او دغه راز خلکو ته د کاري زمینو برابرېدو په برخه کې دې لاس په کار شي.
فضل الحق زیاتوي: «هر سړی غواړي نیالګی واخلي خو ستونزه د کار او پېسو نشتون دی، ځکه د نیالګیو بیې هم لوړې دي او دغه راز خلکو اقتصاد هم خراب دی نو که حکومت خلکو ته کار برابر کړي او عاید ولري نو خلک به حتما نیالګي اخلي اوس خو خلک ډوډۍ ته حیران دي.»
په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې یو کارپوه انجینر عادل وایي، د ګلانو او نیالګیو کېنول د تنفسي ناروغیو او سېلابونو د مخنیوي او همداراز د ځمکې لاندې اوبو زېرمه کولو لپاره اغیزمن تمامیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پېل شو او تمه ده، چې روان کال به په ننګرهار کې پنځه میلیونه او لغمان کې به لس زره نیالګي کېنول شي.
