اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي ويلي چې که د ملګرو ملتونو له لوري د دې ډلې شرطونو ته پاملرنه ونشي، د دوحې په غونډه کې نه ګډون ته ترجېح ورکوي.
پر ايکس د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت د وياند عبدالقهار بلخي له لوري له خپرې کړې اعلاميې سره سم، ښاغلي متقي دا څرګندونې نن (چهارشنبه، ۲۵ د سلواغې) په کابل کې د روسيې له سفير ديميتري ژيرنوف سره په ليدنه کې کړې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ويلي چې دا ډله د ملګرو ملتونو له بېلابېلو ډلو سره په اړيکه کې ده او د دوحې په غونډه کې د ګډون د شرایطو په تړاو يې خپل نظر شريک کړی دی.
متقي ويلي چې که د دوحې په غونډه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو تر منځ د ټولو موضوعاتو په اړه د بحث فرصت را منځ ته شي او دا ډله وکولای شي چې د افغانستان استازيتوب وکړي، په دې صورت کې بيا دا غونډه يو ښه فرصت دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د دې ډلې د شرطونو په اړه جزييات نه دې ورکړي.
وړاندې په کابل کې د ايران د سفارت سرپرست او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ويلي و چې طالبان د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره دوه «مهم شرطونه» لري.
د ايران ځانګړي استازي هم د دې شرطونو په اړه جزييات نه دې ورکړي، خو ويلي يې دې چې «که د سيمې د تماس د کميټې مسير ته پاملرنه وشي، د تعامل مسير تعقيب شي نو باثباته افغانستان به ولرو.»
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټو د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې جوړه شي.
په دې غونډه کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي او د هيوادونو استازي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه بحث کوي.
