اطلاعات روز: د سرېلانکا کرکټ لوبډلې د درو يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته په اوو ويکيټو ماتې ورکړه او په دې سره يې له افغانستان څخه درې واړه يو ورځنۍ لوبې وګټلې.
د افغانستان او سرېلانکا تر منځ د نننۍ (چهارشنبه، ۲۵ د سلواغې) لوبې ټاس افغانستان وګاټه او په خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ۴۹ اور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سرېلانکايي لوبډلۍ ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري رحمت شاه تر ټولو ډېري ۶۵ منډې وکړې. همدا راز عظمت الله عمرزي هم پنځوسيزه وکړه.
سرېلانکايي توپ اچوونکو د افغانستان له تېز پيل سره-سره افغان لوبډله د غټ هدف ايښوولو ته پرېنښودله. د سرېلانکا له لوري پرامود مادوشان تر ټولو ډېري ۳ ويکيټې واخيستې.
د سرېلانکا له لوري د توپ وهنې پيل چټک و او ټاکل شوی هدف يې يوازې په ۳۶ اور کې صرف د درو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ. د سرېلانکا له لوري نيسانکا ۱۱۸ منډې وکړې. د يادونې وړ ده چې نوموړي په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان په وړاندې غبرګونې سليزه وهلې وه.
همدا راز د سرېلانکا د پيل توپ وهونکي فرنيندو هم ۹۱ منډې وکړې.
په افغان بالرانو کې قيس دوې او نبي يوه ويکيټ واخيسته.
د پنځوس اوريزو لوبو دوې مخکينۍ لوبې هم سرېلانکا ګټلې وې او ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ درې شل اوريزې لوبې هم وشي چې لومړۍ لوبه به يې پر ۱۷ فبروري کېږي.
