اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږی کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اوس مهال د افغانستان شاوخوا ۶.۳ ميليون وګړي او يا هم له هرو اوو تنو څخه يو يې د اوږدې مودې له بې ځايه کېدو سره مخ دی.
دې بنسټ په خپل نوي راپور کې چې د افغانستان د بشرپالي وضعيت په اړه يې پرون (دوشنبه، ۲۳ د سلواغې) خپور کړی، دا شميرې په سويلي اسيا کې د داخلي بې ځايه شويو تر ټولو لوړ شمېر او د نړۍ په کچه دويم لوړ شمېر بللی دی.
اوچا ويلي چې په دې کسانو کې ډېريو يې په تېره يوه لسيزه کې خپل کورونه پرېيښې دي.
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي چې افغانستان لا هم د څو لسيزو د جګړې په پايلو، له اقليمي بدلونو او طبيعي پېښو څخه په را پيدا شويو کړکېچونو او زياتېدونکي فقر کې ښکېل دی.
دې بنسټ زياته کړې چې دا کړکېچونه د دې لامل شوي دي چې د افغانستان تر نيمايي زيات نفوس د ۲۰۲۴ کال پر مهال بشرپالو مرستو ته اړتيا ولري.
د کډوالو د راستنېدو دوام
د اوچا په راپور کې راغلي چې مرستندويو بنسټونو وړاندوينه کړې چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال به له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته ۱.۴۶ ميليون کډوال راستانه شي.
په دې راپور کې راغلي چې وړاندوينه کېږي چې په دې کال کې به ۴۸۳ زره کډوال له پاکستانه او ۹۷۸ زره کډوال له ايرانه افغانستان ته راستانه شي.
له دې راپور سره سم، د دومره شمېر کډوالو راتګ د افغانستان پر ټولنې فشار زياتوي او بشرپالي همکاران د هغوی د بېړنيو اړتياوو د ارزونې او همدا راز د اوږد مهالو حللارو د موندلو په هڅه کې دي.
د ۱۶ سلنه اړمنو افرادو کمښت
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر په خپل راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۱ تر اګست وروسته د جګړې کمښت او په وروستيو دوولسو مياشتو کې نسبي اقتصادي ثبات د دې لامل شوی دی چې اړمن افراد د ۲۰۲۳ کال د پیل په پرتله ۱۶ سلنه کم شي.
اوچا د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افرادو شمېر ۲۹.۲ ميليون تنه اعلان کړی و، خو سږ کال يې ويلي چې په دې هيواد کې ۲۳.۷ ميليون تنه بشري مرستو ته اړتيا لري.
دې بنسټ زياته کړې چې د اړمنو افرادو له کمښت سره-سره، په دې هيواد کې د اړتياوو لوړه کچه لا هم دوام لري.
اوچا ويلي چې د افرادو اوږدمهالې بې ځايه کېدنه، ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي، د ښځو پر حقونو او ازاديو محدودويتونه چې له جنسيتي تاوتريخوالي سره مخ دي، د ماشومانو کار او ژر ودونه د دې لامل شوي دي چې افغانستان لا هم په لومړۍ درجه بحران کې پاتې شي.
دې بنسټ ويلي چې له دې سره-سره، وچکالۍ ته ورته شرایط چې اوس څلورم کال ته ننوزي، په افغانستان کې د اوبو د کمښت کړکېچ راپيدا کړی او د خوراک او روغتيا په برخه کې يې نوې ننګونې را منځ ته کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي چې پر له پسې طبيعي ناورينونه د افغانستان د خلګو امنيت او رفاه ته نور خطرات را پيدا کوي او ښه بېلګه يې د هرات پر له پسې زلزلې دي.
دې بنسټ ويلي چې د «النینو شرایطو بدلون» کولای شوای وچکالي کمه کړې وای، مګر د دې بر خلاف لکه څرنګه چې تمه کېده شرایط په هغه توګه نه دې برابر شوي.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي چې د افغانستان په شمال ختيځ او ختيځو سيمو کې باران د تاريخ تر ټولو کمې درجې يعني له ۴۰ څخه تر ۵۵ سلنې پورې رسېدلی دی.
اوچا ويلي چې د افغانستان په لوېديځو، شمالي او سويل ختيځو سيمو کې د باران کمښت په متوسطه توګه له ۲۵ څخه تر ۴۰ سلنې او په ټیټه کچه له ۱۰ څخه تر ۲۵ سلنې پورې دی.
دې بنسټ زياته کړې چې د افغانستان په اکثريت نقاطو کې باران تر متوسط کچې کم دی.
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي چې دې چارې د کښت کولو تصميم او همدا راز په افغانستان کې د حيواناتو روغتيا اغېزمنه کړې ده.
اوچا ويلي چې بشرپالي شريکان په راتلونکو څو مياشتو کې د افغانستان د خلګو د ملاتړ لپاره د زراعت، اقليم او اوبو د شرایطو دقيق نظارت ته دوام ورکوي.
