د ايران استازی: ګاونډي او د سيمې هيوادونه د افغانستان د ثبات لپاره له طالبانو سره د تعامل او همکارۍ په لټه دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ايران سفير او د دې هيواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ويلي چې ګاونډي او د سیمې هيوادونه د افغانستان له ثبات سره د مرستې لپاره له طالبانو سره د همکارۍ او تعامل په لټه دي.

ده دا څرګندونې په دوحه کې د افغانستان په اړه د هيوادونو د استازو د غونډې په درشل کې د ايران له دولتي خبري اژانس ايرنا سره په خبرو کې کړې دي.

قمي ويلي: «نن تر بل هر وخت په زياته کچه ګاونډي او د سیمې هيوادونه په دې لټه کې دي چې له کابل سره د همکارۍ او تعامل له لارې د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړي او داسې شرایط را منځ ته کړي چې په دې هيواد کې د رغونې دوره پيل شي.»

ده زياته کړې چې نن د افغانستان ګټې او مصالح د ګاونډيو او د سيمې د هيوادونو له مصالحو سره تړل شوي دي.

همدا راز دې ايراني ډيپلوماټ ټينګار کړی دی چې نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه او امنيت شورا بايد «د افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ د ابتکار د غونډې» ملاتړ وکړي. دا غونډه يو څه وخت وړاندې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت په کوربتوب په کابل کې جوړه شوه.

د قمي په وينا، د کابل په غونډه کې ګاونډيو او د سيمې هيوادونو د افغانستان د شرایطو د ښه کولو لپاره د مرستې کولو ته چمتووالی وښود.

دې ايراني ډیپلوماټ هيله ښوولې ده چې د دوحې په غونډه کې به رغنده خبرې او ښه توافقات وشي او د افغانستان د وضعيت له ښه والي سره به مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي آنتونيو ګوتريش په کوربتوب جوړېږي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک سره سم پکې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه ارزول کېږي.

همدا راز په دې ناسته کې د هيوادونو ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په اړه بحث کوي.

طالبانو اعلان کړی چې دا ډله غونډې ته بلل شوې، خو تر اوسه يې پکې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه