د راډيو نړيواله ورځ؛ د کندهار خلک: د نورو رسنيو په پرتله راډيو ډیر تعقيبوونکي لري

اطلاعات روز: کندهار کې عام خلک وایي، په دې ولایت کې د نورو رسنیو په پرتله راډیو ډیر خلک تعقیبوي، چې دوی یې لامل راډیو ته اسان لاسرسی او دغلته په ټولو سیمو کې د برېښنا نشتون یادوي.

نن سې شنبه (۲۴ د سلواغې) چې د فبروري له ۱۳مې نیټې سره برابره ده د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

د کندهار اوسېدونکی عزيز جان وايي، د برېښنا نشتون د دې لامل شوی ترڅو خلک د ټلويزيون او نورو رسنيو په پرتله راډيو ګانې زياتې تعقيب کړي.

ده وويل: «د پخوا څخه دلته ډير وخت خلک راډيو اوري برقونه نشته، په هر کور کې خو نو ټلويزيون نه وي راډيوګانې بيا هر ځای شته، نه برق غواړي نه دونه مصرف پرې راځي. زه خپله د ډير پخوا څخه راډيو ته غوږ نيسم.»

د عزيز جان په وينا، کندهار، هلمند، زابل او ارزګان کې د نورو ولايتونو په پرتله د راډيو د اورېدونکو شمېر زيات دی.

همدا راز د راډيو بل اورېدونکی عبدالستار وايي، د برېښنا او ټلویزون نشتون د راډيو د اورېدونکو شمېر ډير کړی.

عبدالستار زياته کړه: «زموږ په کور کې تلويزون نشته، برق نه لرو يوازې دغه راډيو راته پاتې ده، دا څو کله کېږي چې ازادي راډیو، کليد راډيو او تبسم راډيو اورو، پخوا يې ښه تفريحي پروګرامونه جوړول، سندرې يې درلودې خو اوس يوازې خبرونه دي.»

د ده په وينا، د راډيو له اورېدونکو څخه ګڼ شمېر يې میرمنې هم دي او له همدې کبله يې د هغوی پر ژوند او کړو-وړو مثبتې اغېزې کړې دي.

د راډيو کاروونکی تاج محمد ساحل وايي، له لسیزو راهیسې کندهار کې خلک له دايمي برېښنا څخه نه دې برخمن او دا چاره د راډيو د ډير اورېدو سبب شوې ځکه چې خلک ورته هر ځای لاسرسی لري.

کندهار کې د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې مسوول محمد يار مجروح بیا وايي، چې کندهار کې د تېرو دريو کلونو پر مهال شپږ محلي راډيوګانې د مالي منابعو د نشتون له کبله تړل شوې دي.

نوموړی د مالي منابعو کمښت او لوړ لګښتونه د محلي رسنيو د بندېدو سبب ګڼي.

ددې اتحادیې د مسوول په خبره چې اوس مهال کندهار کې د کليد، زما، تبسم، ملت غږ، تعليم الاسلام، تعليم القران په نومونو راډیو ګانې فعالیت کوي او د نړۍ، روبنا، ميرمن، وړانګي، سما او هيواد په نومونو راډيوګانو خپل فعالیتونه درولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه