د فبروري ١٣مه د راډیو نړیواله ورځ او ننګرهار کې د رسنیو بد اقتصادي وضعیت

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: ننګرهار کې د مالي امکاناتو د نشتون او د کمروزي اقتصادي وضعیت له امله پنځه غږیزې او انځوریزې رسنۍ تړل شوي او پاتې یې هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په دغه ولایت کې د «ایف ام» راډیوګانو د اتحادې مشر شفیق الله رحماني وایي، چې ننګرهار کې د طالبانو له حکومت وړاندې نږدې ٢٢ تصویري، غږیزې او چاپي رسنیو فعالیت درلوده، خو اوس له دغو رسنیو څخه پنځه د اقتصادی ستونزو له امله تړل شوي او لسګونه خبریالان یې په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانې یې په کور ناستې دي.

رحماني زیاتوي: «اوسمهال ١٦ رسنۍ فعالیت کوي او دغه راز د طالبانو په حکومت کې بیا دوه نوې راډیوګانو په فعالیت پېل کړی؛ د رسنیو د تړل کیدو اصلي لامل مالي امکاناتو نشتون دی پخواني اعلانات نشته نو مسوول مجبور دی چې بودیجه ونه لري رسنۍ بندوي.»

نوموړی زیاتوي د دغه ولایت په رسنیو کې له نارینه وو سربیره لسګونه ښځينه خبریالانې پر رسنیزو دندو بوختې وې، خو اوس یې ټولې په کور ناستې دي او د ګوتو په شمېر یې لاهم د کم معاش په بدل کې کار کوي.

بلخوا د رسنیو مالکین وایي، واک ته د طالبانو له رسېدلو ورسته رسنۍ له یو شمېر محدودیتو سره مخ شوې دي.

په ننګرهار کې د یوې خصوصي راډیو مسوول مدیر چې د طالبانو له ویرې یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وویل، د طالبانو د فشارونو له امله، رسنۍ نه شي کولای په ازاد ډول خلکو ته اطلاعات ورسوي.

هغه زیاتوي: «طالبان دلته پر رسنیو خپل امر مني څه چې یې زړه غواړي بیا پر رسنیو عملي کوي، د ژورنالېزم له اخلاقو او اصولو خبر نه دي او نه هم داسې مشخصه پالېسي لري.»

هغه زیاتوي د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د ځینو خبریالانو نیولو هم د رسنیو خپرنیزې محتواګانې اغېزمنې کړي او دوی حیران کړي چې څه ډول نشرات وکړي.

ننګرهار کې خبریالان او د رسنیو مسوولان په داسې حال کې له روان وضعیت څخه اندېښنه ښيي، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په رسینو کې د ښځينه خبریالانو پراخ حضور د پام وړ وو او په دې برخه کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې.

زرمینه مومند چې دا یې مستعار نوم دی وایي، ننګرهار کې یې له شپږ کلونو راهیسې په مختلفو راډیو کې کار کړی، خو واک ته د طالبانو په رسیدو را وروسته نه شي کولای خپلې دندې ته لاړه شي.

نوموړې وایي، په رسنۍ کې یې د دندې له لارې د خپلې کورنۍ د ژوند اړتیاوې پوره کولې خو اوس وزګاره او له ګڼو ستونزه سره مخ ده.

دغه ښځینه خبریاله وایي، چې دا او کورنۍ یې اوس مهال په ناوړه وضعیت کې شتون لري او زیاتوي، که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ ده چې هېواد پرېږدي.

مومند زیاتوي: «د پښتو ادبیاتو فارغه یم او زیات کار مې رسنیو کې د خبر په برخه کې کړی، د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاره شوې یم او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم غوښتنه کوم، چې ښځو ته دې طالبان د کار اجازه ورکړي ځکه اوس په بد وضعیت کې دي.»

مونږ هڅه وکړه ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نظر هم ولرو، خو له پرلپسې اړیکو سره سره یې ځواب را نه کړ.

بلخوا تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، له کله نه چې طالبان واک ته رسیدلي، شاوخوا ۶۰ سلنه رسنیو فعالیتونه بند شوي دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی د تېر کال په وروستیو کې ویلي و، چې په افغانستان کې له ۳۰۰ زیاتو راډیو ګانو څخه د شاوخوا ۱۷۰ راډیوګانو فعالیتونه بند شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه