اطلاعات روز: د لغمان سیمه ییز چارواکي وایي، چې په وروستیو کې د دغه ولایت سیاحتي سیمو او تاریخي ځایونو ته د خلکو ورتګ ډېر شوی دی.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالنور رسولي وایي، په دغه ولایت کې د مهترلام بابا زیارت، سراج کلا، د ګلارام سیمه چې غرونه یې تاریخي سمڅې او ډبرینې تاخچې لري هغه سیمې دي، چې په دې وروستیو کې یې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام یې ځانته اړولی دی.
نوموړی دغه راز د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو او امنیت ډاډ ورکوي او لا نور خلک هڅوي چې دغه ولایت ته د تفریح په موخه سفر وکړي.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رييس د کورنیو سیلانیانو سربیره د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ ټینګار کوي او سيلانيان د سولې سفيران بولي او وايي، چې دوى کولاى شي د يوه هېواد کلتور خپلو خلکو ته انتقال کړي.
محمد عارف چې له قندهار ولایت څخه له خپلو ملګرو سره د لغمان د لرغونو او تاريخي ځايونو د ليدو لپاره دغه ولایت ته راغلی وايي، چې اوسنى چاپېريال د ګرځندویانو لپاره مناسب دى او اوس کولای شي، ټولو ولايتونو ته ډاډمن ولاړ شي او د افغانستان بېلابېلو برخو ته سفرونه وکړي.
محمد عارف وویل: «دا لومړی ځل دی چې لغمان ته سفر کوم دلته مو د مهترلام بابا زیات وکړ او دغه راز مو نورې سیمې هم وکتلې.»
په ورته مهال د بهرنیو سیلانیانو یو لارښود ابراهیم نوري وایي، د لغمان معتدلې هوا، سیمهییزو خواړو او تاریخي ځایونو د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځانته را اړولی او د افغانستان د نورو ځایونو لپاره په اوسني خوندي چاپېريال کې د بهرنيو وګړیو د لیدلو لیوالتیا هم زیاته شوې ده.
نوري زیاتوي: «زه له دوو هسپانیوی وګړو سره د لارښود په توګه لغمان ته راغلی یم، له دې وړاندې مو بامیان، هرات، مزار شریف، غزني ولایتونو ته سفرونه کړي؛ د بهرنیانو لپاره د افغانانو میلمستیا، ځانګړي خواړه، لباس او نور رواجونه او تاریخي ځایونو شتون ډیر په زړه پورې دی او له همدې امله یې د سیلانیانو پام هم زیات شوی.»
نوموړی دغه راز د طالبانو له حکومت څخه په سیاحتي سیمو کې د اوسیدو ځایونو، هوټلونو او ورته د ورغلو سړکونو د جوړیدو او ګڼو نورو اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کوي.
د افغانستان سیاحتي سیمو اوس د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیلانیان راجلب کړي، چې هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو وګړي له تاریخي سیمو لیدنه کوي.
