خبریال: امېد اشنا
پکتيکا په سوېل ختيځ کې پروت پراخ ولايت دی، چې تر شلو زياتې ولسوالۍ او اداري واحدونه لري.
د کرنې وړ په پراخو دښتو کې يې د اوبو د تندې له امله يوازې سرابونه ښکاري او په خاموشه ژبه دا اظهار کوي چې که د شفقت لاس پرې تېر شي، ښايي څو چنده بدله ورکړي.
د دې ولايت د ولسواليو تر منځ هم بلا واټنونه دي او خلک يې ورته د پرمختيايي چارو نه تر سره کېدو او اسانتياوو د نشتوالي له امله کړاوونه لري.
د دې ولايت د ولسواليو له ډلې يې ځينې د ورغځېدلو لويو لارو او ځينې يې د ولسواليو اړوندو سيمو د ناامني له امله د چارواکو له ورتګ او مستقيم پوښـښ څخه لرې پاتې شوې دي.
وازه خوا، وړممۍ او تروه هغه ولسوالۍ دي، چې په تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو کې هېڅ چارواکی نه دی ورغلی او د خلکو مسايل يې نه دي اورېدلي.
د پکتيکا امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران په لومړي ځل دې ولسواليو ته سفر وکړ او د سيمې له خلکو او امنيتي سرتېرو سره يې يې وليدل.

کامران اته ورځې وړاندې د دې ولسواليو په سفر روان شوی او وروستۍ شپې ورځې يې په لرې پرته او له پرمختيايي اړخه خورا وروسته پاتې وازېخوا ولسوالۍ کې تېرې کړې دي.
له نوموړي سره په دې سفر کې د ولايتي شورا مرستيال عزيز عزيز هم و.
خلکو او سرتيرو د دې مسولينو په ورتګ ډېر خوښ دي او وايي چې په سيمه کې يې هېڅ پرمختيايي کارونه ندي شوي او آن د معاصر ژوند ځينو لومړنيو اسانتياوو ته هم لاسرسی نلري.
د يادې ولسوالۍ يو قومي مشر اول خان وايي چې په سيمه کې يې د ښوونې، روغتيا، کرنې، مخابراتو او نورو برخو کې هېڅ کار ندی شوی او په خبره يې لا يې هم د سيمو حقونه تر پښو لاندې کيږي.
خان وويل: «چې په شل کاله کې يو مشر او چارواکی نه درته راځي، امکاناتو برابرېدو برخه کې کار نه کوي، نو خلک به څنګه داسې فکر وکړي چې يو دولت او حکومت لري؟ موږ د دې وطن بچيان او د خپل دولت رعيت يو، بايد د مشکلاتو حل ته مو پام وشي.»

د تروه ولسوالي اوسېدونکی ظابط اطلاعات روز ته وويل چې د يادو چارواکو په ورتګ خوښ دي، خو ټينګار کوي چې بايد سيمو ته يې نور مسولين ورشي او د دوی ستونزې له نږدې واوري.
ظابط شکايت کوي چې د ورغځېدلو لويو لارو د امنيت د خرابي سربېره ګڼې نورې ستونزې هم لري، خو حل ته يې هېڅ کار ندی شوی.
نوموړي زياته کړه: «د دوی دې کور ودان وي چې راغلل او موږ ته يې ډاډ او انګېزه راکړه. موږ تل د دولت ملاتړ کړی، خو په بدل کې يې هېڅ هم ندي راته شوي، موږ په کلکه دا غوښتنه لرو چې موږ ته دې زموږ حقونه راکړل شي او کارونه دې راته وشي.»
سرتيري هم د امنيه قومندان په ورتګ خوښ دي او د هېواد ساتنې او مېړانې ژمنه تازه کوي.
دوی وايي له ګنو ستونزو سره يې د مسوليت سيمې ساتلې او په پوره مېړانه به د هېواد او خلکو ساتنې ته دوام ورکړي.
د دوی له ډلې پوليس سرتېری نعمت الله ورته د زياتې پاملرنې غوښتنه کوي او وايي چې د خلکو په همکاري يې خپلې سيمې ساتلې او ور سپارل شوی مسوليت به په ښه ډول تر سره کوي.
هغه وايي: «موږ په تنګسه او مشکلاتو کې خپل خلک او وطن ساتلي او ان شاالله بيا به يې هم ساتو. مشران بايد دې خلکو او ولسواليو ته زياته توجه وکړي او د مشکلات د حل لپاره يې کار وکړي. دلته له موږ سره خلک بيخي همکار دي او په دې برخه ستونزه نشته.»

د پکتيکا امنيه قومندان سمونوال لطف الله کامران، چې له شاوخوا دوه مياشتو راهيسې يې د دې ولايت د امنيه قومندان په توګه يې دنده پيل کړې، د سرتېرو مېړانه وستايله.
کامران له خلکو هم مننه وکړه چې د خپلو امنيتي سرتېرو تر څنګ ولاړ دي او زياته يې کړه چې له خپله اړخه به ور سره هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.
نوموړي زياته کړه: «دا وطن زموږ دی او موږ به يې ساتو. د دې خلکو او وطن سترګې يوازې موږ او تاسې زړورو سرتېرو ته دي. که خدای نکرده لږ غفلت هم وکړو بيا به دلته پنجابيان او د هغوی مزدوران ګرځي. په قوت مخ ته ځئ، موږ در سره يو او له موږ، تاسې سره د الله نصرت دی.»
د ولايتي شورا غړی عزيز عزيز هم په تېر کې وړممۍ، تروه او وازېخوا ولسواليو ته نه پاملرنه د خواشيني وړ بولي او زياتوي چې د دې سيمو خلک له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.
عزيز وايي: «دا ستاسو باتورو هېوادوالو او مېړنیو سرتېرو برکت دی چې خلک په ارامه ژوند کوي. ستاسو اړتياوې او مشکلات به تر ولايتي او مرکزي چارواکو او رياست جمهوري پورې رسوو. ستاسو د مسايلو په حل کې به پوره کوشـش کوو.»
که څه هم پکتيکا د سوېل ختيځ زون تر ټولو لوی ولایت دی، خو ډېر کلونه د ورغځېدلو لويو لارو د تړل کېدو له امله له پرمختيايي کارونو محروم پاتې شوی دی.
