اطلاعات روز: د افغانستان او سرېلانکا تر منځ د درو يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې سرېلانکا وکولای شول چې افغان لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو په توپير ماتې ورکړي او دا لوبلړۍ په خپل نوم کړي.
د افغانستان او سرېلانکا تر منځ دويمه يو ورځنۍ لوبه نن (يکشنبه، ۲۲ د سلواغې) ترسره شوه چې سرېلانکا پکې د ټاس په ګټلو لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې افغانستان ته د ۳۰۹ منډو هدف وټاکه.
د سرېلانکايي توپ وهونکو له لوري څلورو تنو نيمه سليزې جوړې کړې او چاريت اسلانکا پکې تر ټولو ډېري ۹۷ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
په افغان توپ اچوونکو کې عظمت الله عمرزي درې، فضل الحق فاروقي، نور احمد او قيس احمد يوه-يوه ويکيټ تر لاسه کړه.
د يادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ډګر ساتنې يا هم فيلډينګ پر مهال پنځه کيچونه هم وغورځول او له امله يې سرېلانکايي لوبډلې وکولای شول چې افغانستان ته يو غټ هدف وټاکي.
په افغان توپ وهونکو کې يوازې رحمت شاه او ابراهيم ځدراڼ پنځوسيزې وکړې او نوره ټوله لوبډله په ډېرو کمو منډو وسوځېده. ټوله افغان لوبډله د لوبې په څلور دېرشم اور کې يوازې د ۱۵۳ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د سرېلانکا له لوري وينندو هسارانګا تر ټولو ډېري څلور ويکيټې واخيستې.
سرېلانکا تر دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه وه.
د يادونې وړ ده چې د سرېلانکا له لوري په لومړۍ لوبه کې يوه لوبغاړي د افغانستان پر خلاف د سرېلانکا د کريکيټ په تاريخ کې په لومړي ځل دوه ګونې سليزه هم جوړه کړه.
افغانستان او سرېلانکا به د فبروري پر ۱۴ درېيمه يو ورځنۍ لوبه ولري.
