اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولينو ويلي چې د دې ولايت د مرکز اړوند شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه د «نوي چيک ډيم» په ساحه کې يو ډلييز قبر موندل شوی او ښکاري چې ځيني کسان پکې له وسايلو سره يو ځای ښخ کړل شوي دي.
طالب مسوولينو نن (شنبه، ۲۱ د سلواغې) د دې ډلييز قبر په اړه خبر ورکړی او ويلي يې دي چې تر اوسه نه ده معلومه چې په دې ډلييز قبر کې څوک او څومره کسان خښ کړل شوي، خو له درو کسانو د ډېرو د جسدونو هډوکي او جامې ځايي خلکو تر لاسه کړي دي.
د تېرو څو لسيزو جګړو او قومي ترپګنيو له امله ګڼې داسې پېښې رامنځته شوې چې ځيني اشخاص پکې په انفرادي او يا هم ډلييز ډول وژل شوي او وروسته يې جسدونه هم ورک شوي.
