اطلاعات روز: د ژغورنې نړیوالې کميټې خبرداری ورکړی چې له پاکستانه په زور ایستل شوي نیم میلیون افغانان له تياره راتلونکې سره مخ دي.
دې کميټې پرون جمعه (۲۰ د سلواغې) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې اوس مهال افغانستان تر شپږ ميليونه د زياتو داخلي کډوالو کوربه دی چې د دې هيواد پر ماتېدونکي اقتصاد او محدودو زيربناوو زيات فشار راوړي.
په عين حال کې د ژغورنې نړيوالې کميټې ويلي، چې د بشرپالو اړتياوو او خوراکي ناامنۍ په زياته کچه زياتېدو سره افغانستان د خبرونو له سرټکو وتلی او خطر شته چې دا هيواد په يوه هېر شوي کړکېچ بدل شي.
پاکستان د تېر ميلادي کال په اکتوبر مياشت کې د افغانستان د ۱.۸ ميليونه کډوالو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته مهلت ورکړ چې دا هيواد پرېږدي، که نه وبه شړل شي.
تر دې مهلت وروسته له پاکستانه تر نيم ميليون زيات افغان وګړي خپل هيواد ته راستانه شوي دي.
د ژغورنې نړيوالې کميټې ويلي، چې د بې اسناده کډوالو د ايستلو د سياست له کبله هغه پناه غوښتونکي چې د کډوالۍ د ځانګړې ويزې (ايس آی وي)، پي ۲ او کورنۍ د يو ځای کېدو قضيو له لارې متحده ايالاتو ته ځي، د خپلې بيا ميشتيدنې په لړ کې له ننګونو سره مخ دي.
دې کميټې د بايډن له دولته غوښتي چې د ايس آی وي او پي ۲ قضيو ته د رسيدګۍ بهير دې چټک کړي.
