اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يو کس جسد موندل شوی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ وياند عبدالبصیر زابلى وایي، د نصیب الله په نامه د دغه کس جسد تېره ورځ (چهارشنبه، ١٨ دسلواغې) ناوخته طالب سرتیرو د کامې ولسوالۍ اړوند «ترۍ» سیمه کې له کونړ سيند څخه را اېستلی او د کامې روغتون ته تر انتقال وروسته يې خپلې کورنۍ ته سپارلى دى.
زابلی زیاتوي، دغه کس د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دى.
تر اوسه د یاد کس د مړينې انګېزه روښانه نه ده، چې ولې سيند وړی او نه طالب مسوولینو په دې تړاو څه ویلي دي.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره شخصي دښمنۍ او د طالبانو له لوري د تیر حکومت د کار کوونکو په یو او بل نامه وژل دي.
