اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمان حقاني خوست ولايت ته د سفر پر مهال ويلي چې ښايي په را روان پسرلي کې له ګاونډي پاکستانه د افغان کډوالو جبري وېستلو سلسله نوره هم چټکه شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، ۱۸ د سلواغې) د ياد ولايت په غلام خان بندر کې د راتلونکو کډوالو لپاره د ښه راغلاست مرکز د رغېدنې د چارو د پيل په مراسمو کې وکړې او ويې ويل، دوی هڅه کوي چې «د راتلونکو کډوالو لپاره هر ډول اسانتياوې برابرې کړي».
حقاني له افغان کډوالو سره د ګاونډيو هيوادونو پر ناسم چلند هم نيوکه کړې او زياته يې کړه چې کډوال خپل هيواد ته په بيرته ستنېدو مجبوريږي.
د ښه راغلاست د دې مرکز د بنسټ ډبره تېره ورځ کېښودل شوه خو د مالي لګښت په اړه يې معلومات نه دې ورکړل شوي. ويل شوي چې په دې مرکز کې به د ثبت او تثبيت دفتر، کلينيک، انتظار خونې او د کډوالو لپاره نورې اسانتياوې موجودې وي.
