اطلاعات روز: د هيواد پخواني ولسمشر د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور «واقعبينانه» او «عملي» بللی دی.
ښاغلي کرزي نن (چهارشنبه، ۱۸ د سلواغې) پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي چې د ملګرو ملتونو له همغي کوونکي سره يې ليدلي او د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور ستاينه يې کړې ده.
د هيواد پخواني ولسمشر ويلي چې دا د ښاغلي سينيرلي اوغلو د هڅو او بريالۍ ډيپلوماسۍ «لاسته راوړنه» ده.
ښاغلي کرزي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي او هغه يې د هيواد لپاره «مهمه» بللې ده.
پخواني ولسمشر هيله ښوولې چې «هم افغانان او هم د سيمې او نړۍ هيوادونه وکولای شي په بشپړ يووالي سره د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره مثبت ګامونه واخلي».
ښاغلي کرزي په داسې مهال کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» ستاينه کړې چې دا راپور د سياسي ډلو او د مدني او بشري حقونو د فعالانو له لوري له پراخو نيوکو سره مخ دی.
د تېر ميلادي کال د می مياشتې په لومړيو کې د دې راپور د نسخې تر خپرېدو وروسته د افغانستان ۷۱ مدني بنسټونو د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په يوه پرانيستي ليک کې وليکل چې دا راپور «له طالبانو سره د تعامل د فرضيې» پر اساس تيار شوی دی.
فريدون سينيرلي اوغلو د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړهليک پر اساس چمتو کړی دی.
همدا راز د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دې ارزونې د وړانديزونو عملي کولو لپاره ۲۷۲۱ پرېکړهليک هم صادر کړی دی.
ښاغلي سينيرلي اوغلو په وروستيو ورځو کې کابل ته سفر کړی او د دې راپور په اړه يې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير له ښاغلي سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې ويلي چې دوی د دې راپور ټولې برخې مني، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالف دي.
ټاکل شوې ده چې د دې راپور وړانديزونه د روانې ميلادي مياشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټو د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې وارزول شي.
