د هلمند سنګين او د طالبانو پخوانی کابل

Photo: sent to Etilaatroz

د هلمند شمالي لوري ته پرته د سنګین ولسوالۍ چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو د جګړه ییزو پلانونو مرکز بلل کیده او دغې ډلې له همدغه ځایه د هیواد په سویلي ولایتونو او په ځانګړې توګه هلمند کې د جګړو رهبري کوله او دا ولسوالۍ یې خپل کابل باله، خو اوس طالبانو هېره کړې او خلک یې له هر ډول خدماتو بې برخې دي.

د طالبانو دغه پخوانی کابل چې په تېرو شلو کلونو کې د سختو او مرګونو جګړو ترڅنګ د نشه یي توکو د قاچاقبرانو او د تریاکو د پروسېس خونو مرکز هم بلل کیده، له هره اړخه سخت ځپل شوی او اوسیدونکي یې په تش میدان پاتې دي.

هغوی چې ولسوالۍ يې د طالبانو مرکز و، پوره يو نسل يې له زده کړو محروم شوی او وایي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو له کبله یې نیم عمر په کډوالۍ کې تېر کړی او اوس چې بیرته خپلو سیمو ته راغلي طالبانو له پامه غورځولي او په څه کم درې کلنه واکمنۍ کې یې ورته هیڅ نه دي کړي.

د دغې ولسوالۍ يو اوسيدونکی محمد امين چې د پنځو اولادونو پلار دی وايي، د ده د اولادونو په ګډون ټول هغه ماشومان چې په تېرو شلو کلونو کې دغلته دنیا ته راغلي هیڅ لیک او لوست نه شي کولای.

نوموړي وویل: «نه مکتب شته نه بل داسې د زده کړو ځاي شته، ادب يې لا ولاکه زده وي دا زموږ ژوند دی موږ ته دې مکتب فعاله شي موږ ته دې مدرسه فعاله شي موږ چې غټ شوي يو همداسې يو نه د کوچني شی زده دی نه د  لوی شی زده دی ټول وخت همداسې ګرځو.»

سنګین ولسوالۍ کې نږدې ټول ښوونځي د تېرو جګړو له کبله ویجاړ شوي دي

د سنګین بل اوسیدونکی ۱۹ کلن شریف الله چې په همدې جګړو کې رالوی شوی وایي، له فرض لمانځه پرته په بل هیڅ څیز نه پوهیږي او ترڅنګ د دې ولسوالۍ زرګونه ځوانان هم بې سواده دي او د زده کړو کوم برخلیک یې نه دی معلوم.

نوموړی له زده کړو څخه د بې برخې پاتې کیدو لامل هیواد کې ناامني او د طالبانو جګړې بولي.

شريف الله وویل: «زه بیسواده غټ شوی يم ما تعليم نه دی کړی زه غواړم چې دلته يو ښوونځۍ فعاله شي دلته يو مدرسه فعاله شي ترڅو زموږ راتلونکي ماشومان زما په څير بيسواده غټ نه شي.»

د سنګین ولسوالۍ یوه څنډه چې خلک یې له هر ډول خدماتو بې برخې دي

دغه راز په تېر جمهوري نظام کې د پوهنې وزارت او د يو شمير مرسته کوونکو بنسټونو په مالي ملاتړ په سنګین ولسوالۍ کې تر ۵۰ پورې ښوونځي په معياري ډول رغول شوي وو، خو د طالبانو او د تېر حکومت ترمنځ جګړو کې نږدې ټول دغه ښوونځي بیرته ویجاړ او لاهم نه دي رغول شوي.

شاخوا يوه لسيزه وړاندي چې په يادي ولسوالۍ کې څه نا څه د جمهوري حکومت نظام حاکم وه کم شمير ماشومان په تازه رغول شوو ښوونځيو کې په زده کړو بوخت وه.

شمس الدين چې عمر یې ۲۸ کاله دی وايي، نږدې ۱۵ کاله وړاندې چې د دوی پر ولسوالۍ جمهوري نظام حاکم و، د سنګین په مرکزې لېسه کې يې تر ۶ ټولګي پورې زده کړې وکړې، خو وروسته چې جګړو زور واخیست زده کړې یې پاتې او له خپلې سیمې بې ځایه شول.

شمس الدين وویل: «ډیرو نورو ځوانانو هم په نیمایي کې ښوونځي پریښودل او د جګړو له ویرې خوندي ځایونو ته ولاړل، مدرسه نه وه، سبق نه و، کتابونه نه وو، قلم نه و، هيڅ نه وو.»

د سنګين ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، که څه هم د طالبانو د جګړو له کبله یې نوی نسل په بشپړ ډول له زده کړو محروم شوی او په پایله کې یې دغه ډله واک ته رسیدلې، خو په خبره یې چې د طالبانو حکومت یې هیڅ ډول ستونزو ته پام نه دی کړی.

دوی وایي، په ولسوالۍ کې د معياري روغتيايي خدمتونو بې برخې، د چښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ او لاري يې نږدې ټولې ويجاړې پاتې دي.

ورته مهال هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين هم منې چې په سنګین ولسوالۍ کې خلک له ډيرو ستونزو سره مخ او هيڅ ورته نه دي شوي.

د دې ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې ریيس محمد عوض انصاري وایي، چې د زده کړو په برخه کې یې د سنګين ولسوالۍ د خلکو غوښتنې د پوهنې له وزارت سره شريکې کړي او له هغو څخه يې غوښتې دغلته د ویجاړ ښوونځیو ودانۍ بیرته ورغوي.

انصاري وویل: «موږ په پلان کې لرو چې د يونيسف په مالي لګښت باندې ۳۶ مکتبونو ترميم وشي چې په هر ښوونځي تر ۱۵ زره پورې ډالر لګښت راځي د دې ترڅنګ يو شمير نور موسېسات پلان لري چې ښوونځي ترميم کړي.»

دا يوازې د هلمند سنګين ولسوالې نه ده چې اوسيدونکي يې زده کړو ته د نه لاسرسي او نورو ستونزو څخه شکايت کوي بلکې د دې ولايت په یو شمیر نورو ولسواليو کې هم ګڼې ستونزې پر ځای دي او ماشومان د زده کړو پر ځای ټول وخت په کلیو او کوڅو کې په لوبو تیروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه