په افغانستان کې د اقليمي وضعيت او وچکالۍ د بدتر کېدو په اړه د پنځو نړیوالو سازمانونو اندېښنه

اطلاعات روز: پنځو غير دولتي نړيوالو سازمانونو (انجيوګانو) په افغانستان کې د اقليمي وضعيت او وچکالۍ د بدتر کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې سازمانونو په یوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې تر متوسطې کچې ګرم ژمی او د واورو کمښت په افغانستان کې د اقليمي شرایطو او وچکالۍ د بدتر کېدو نښې دي؛ هغه هیواد چې په تېرو ۳۰ کلونو کې یې ترټولو بده وچکالي تجربه کړې.

دا اعلاميه پرون دوشنبه (۱۶ د سلواغې) د لوږې پر خلاف د اقدام (ای سي ايف)، د نړیوالې روغتيايي ډلې (آی ايم سي)، په ټوله نړۍ کې اسلامي مرستې (آی آر ايم)، د نړیوالو ماشومانو ژغورنې (ايس سي آی) او ورلډ ويژن (ډبلیو وي آی) سازمانونو له لوري خپره شوې ده.

دې سازمانونو ويلي، چې په افغانستان کې تر اوسه ډېره کمه واوره وريدلې او اندېښنه داده چې تر پرلپسې درې کلنې وچکالۍ وروسته به د اوبو کمښت ادامه پيدا کوي او په دې هيواد کې به کړکېچونه نور هم ژور شي.

د دې سازمانونو په وينا، د ۲۰۲۳ د اکټوبر له لومړۍ او د ۲۰۲۴ د جنورۍ تر ۱۵مې پورې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله له ۴۵ څخه تر ۶۰ سلنې اوسط ورښت شوی دی. همدا راز کارپوهان وړاندوينه کوي چې د ۲۰۲۴ د فبروري او اپريل ترمنځ تر منځنۍ کچې د لوړې تودوخي شونتيا شته ده.

د دې پنځو غير دولتي سازمانو په اعلاميه کې راغلي چې کوم ماشومان او کورنۍ د ژوند له اړخه پر کرنې متکي دي، د زيات باران او واورې نه کېدو له کبله به په زياته کچه متضرر شي.

د دې سازمانونو په وينا، د نړيوالو ارزونو پر بنسټ د ۲۰۲۴ کال پر مهال به په افغانستان کې ۷.۸ ميليونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ شي او که د وچکالۍ شرایط دوام وکړي نو د ماشومانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي ځکه شونې ده چې کرنيز محصولات ختم شي او اقليمي بدلونونه نور هم ژور شي.

دې پنځو سازمانونو زياته کړې، چې د باران کمښت د اوبو له لارې د وبا په څېر د ساري ناروغيو د خپرېدو لپاره مناسب شرایط را پيدا کوي او فقر نور هم تشديدوي.

نړيوالو سازمانونو ويلي، چې له کړکېچ څخه ناورين ته د ماشومانو او کورنيو د تګ د مخنيوي لپاره بايدن نړيواله ټولنه د بشرپالې غبرګون طرح په بشپړه توګه له مالي اړخه تأمين کړي.

د دې سازمانونو په وينا، د ۲۰۲۳ کال پر مهال له ټولو بشرپالو اړتياوو يوازې ۴۵ سلنه د مرستندويانو له لوري تامین شوې.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان بشري کړکېچ نور هم تشديد شوی دی. ملګري ملتونه وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې تر ۲۳ میليونه زيات وګړي مرستې ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه