کونړ کې د طالبانو د ملاتړو شکایت؛ «شل کاله مو طالبانو ته پناه ورکړه، خو اوس یې راسره کړې ژمنې عملي نه کړې»

انځور: استول شوی

د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې ځايي خلک وايي، چې د تېر شل کلن جمهوریت پرمهال یې طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړه، خو اوس چې دغه ډله واک ته رسېدلې د ستونزو د حل لپاره یې هېڅ بنسټیز ګام نه دی پورته کړی.

دوی وايي، د جمهوریت په دوره کې ورسره طالبانو ژمنه کړې وه، چې واک ته د رسیدو په صورت کې به د دوی د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي، خو په خبره یې دې ډلې تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

بل لور ته کونړ کې د طالبانو د اقتصاد ریاست چارواکي د اسمار ولسوالۍ ځايي خلکو ستونزې مني او په خبره یې هڅه کوي، چې د مرستندویه ادارو پر مټ د ولسونو د ستونزو حل لپاره کار وکړي.

د کونړ د اسمار ولسوالۍ د کوډګو غرنۍ دره، چې د تېر شل کلن جمهوري نظام پرمهال د طالب وسله والو د جګړې مورچل وو او ځايي خلکو له دغې ډلې سره د جمهوري حکومت پر ضد له طالبانو سره همکاري کوله اوس شکایت کوي، چې په تېرو دوه نیمو کالو کې یې د خپلې تېرې شل کلنې همکارۍ پایله نه ده لیدلې.

ځايي اوسېدونکي وايي، د تېر نظام پرمهال یې په سیمه کې د رغونې هېڅ ګام نه دی پورته شوی او طالبانو ورسره ژمنه کړې وه، چې واک ته په رسېدو به یې ستونزې په لومړیتوب کې ونیسي؛ خو زیاتوي، چې تر اوسه ورسره پر کړیو ژمنو عمل نه دی شوی.

د یادې درې اوسېدونکی جمعه ګل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره وویل: «زمونږ په دره کې اوبه په وچېدو دي، اوبه مو ختمې دي، باید مشران [طالبان] کېني او زمونږ د اوبو مشکل د حل لپاره، چې په کوهي ویستلو، پایپ رسولو یا په کوم بل ترتیب باندې، چې مونږ دې اوبو نه برخمن شو، که دا کار ونه شي زمونږ به کډې بار شي، مونږ سره هغه وخت ډېرې وعدې شوي، چې تاسې ته به ډېر خدمات وشي؛ خو تر اوسه مو چا تشه پوښتنه هم نه ده کړې.»

د اسمار ولسوالۍ د ګوډګو سیمې اوسیدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د خوړ له اوبو ګټه پورته کوي. انځور: استول شوی

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي دغه راز شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت د نه پاملرنې له امله لاهم د ژوند له لومړنیو آسانتیاوو بې برخې دي، چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د اسمار ولسوالۍ د کوډګو درې اوسېدونکی روستم خان وايي، په سیمه کې یې د ښوونځي د نشتوالي له امله ماشومان نالوستي، د سړک د خرابوالي او روغتیايي مرکز نشتوالي له امله اړ دي، چې خپل عادي ناروغان هم نورو سیمو ته ولېږدوي، چې د لېږد پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ وي.

روستم خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «یو خو دلته زمونږ واړه بې تعلیمه شول، لکه مخکې [جمهوریت کې] چې پاتې وو اوس هم پاتې شول بې تعلیمه؛ ځکه مکتب نشته، دویم مونږ دلته کلینیک نشته، مونږ چې د آسمار ولسوالۍ مرکزي کلینیک یا شلتن ولسوالۍ ته ځو؛ نو مونږ ته ډېر مشکل دی او بل دا چې مونږ یو سرک په خپله روان کړی او مونږ سره دې امارت [طالبان] کومک وکړي، چې موټر او نور وسایل راکړي، چې دغه سړک سرته ورسوو.»

د اسمار ولسوالۍ د کوډګو درې خلک د طالبانو له ولایتي او مرکزي حکومت غوښتنه کوي، چې پر خپلو تېرو ژمنو دې عمل کړي او د دوی د ستونزو حل لپاره دې بېړني اقدامات ترسره کړي.

د کونړ اسمار ولسوالۍ ته غځیدلی سړک چې ډیر کږلیچونه لري او خراب دی. انځور: استول شوی

بل لور ته کونړ کې د اقتصاد ریاست لپاره د طالبانو رئیس مولوي عبدالله همت د ځايي خلکو ستونزې مني او زیاتوي، چې مرستندویه ادارې او خیریه بنسټونه یې هڅولي، چې د کوډګو درې ولسونو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د بشپړاوي په موخه ګامونه واخلي.

مولوي عبدالله همت زیاتوي: « د امارت اسلامي [طالبانو] چې څومره وس کېږي او څومره توان وي؛ په خپل توان او وس مطابق به ان شاء الله دې قوم او ولس سره همکار وي، هڅه او کوشش کې یو، چې د دغه قوم او ولس ستونزو ته په خپل وخت باندې رسیده ګي وکړو.»

د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې د کوډګو درې په څېر ګڼې درې شته، چې اوسېدونکو یې د تېر جمهوري نظام پر مهال د طالبانو ملاتړ کړی؛ خو شکایت کوي، چې واک ته د دغې ډلې په رسېدو یې د ستونزو د حل لپاره هېڅ قدم نه دی پورته شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه