اطلاعات روز: د روغتيا نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر مياشتې پر مهال له پاکستانه د بې اسناده کډوالو او پناه غوښتونکو د وتلو په تړاو تر امر وروسته د روان ميلادي کال د جنوري مياشتې تر ۱۳ نيټې ۵۰۰ زره او ۲۰۰ تنه له دې هيواده افغانستان ته ستانه شوي دي.
دې بنسټ نن (يکشنبه، ۱۵ د سلواغې) د يوه نوي راپور په خپرولو سره ويلي چې له پاکستانه افغانستان ته په راغلو کډوالو کې شاوخوا ۴۸ سلنه ښځې دي.
د روغتيا نړیوال سازمان ويلي چې د دې کډوالو او پناه غوښتونکو پام وړ شمېر شړل شوي دي.
دې بنسټ زياته کړې چې له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو او پناه غوښتونکو ستنېدنه د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې پر مهال اوج ته ورسېده خو تر دې وروسته يې ستنېدنه په دوامداره توګه کمه شوه.
د روغتيا نړیوال سازمان ويلي چې له دې سره-سره د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر مياشتې له ۱۵ راهيسې له پاکستانه افغانستان ته د راسنېدونکو کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر لوړ دی.
د روغتيايي خدماتو وړاندې کول
د روغتيا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له لومړۍ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنوري تر ۲۷ پورې يې له پاکستانه راستنېدونکو ۲۷۲ زره او ۱۳۳ کډوالو او پناه غوښتونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.
د دې بنسټ له راپور سره سم، ۹۸ زره او ۱۷ تنه چې روغتيايي خدمات يې تر لاسه کړي ښځې دي او ۵۲ زره او ۴۰۹ تنه يې ماشومانې دي.

دې بنسټ ويلي چې دې افرادو ته په وړاندې شويو روغتيايي خدماتو کې لومړني او ثانوي مراقبتونه، رواني روغتيا، رواني-ټولنيز ملاتړ، مصئونيت او د ټروما په مقابل کې مراقبت شامل دی.
همدا راز د روغتيا نړیوال سازمان ويلي چې له پاکستانه افغانستان ته د راغلو ماشومانو تر منځ د ګوزڼ (پوليو) ناروغۍ د خپرېدو انديښنه وه او له همدې وجې يې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له ۱۷ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنوري تر ۲۷ پورې ۴۳ زره او ۳۷۹ ماشومانو ته د پوليو خوراکي واکسين ورکړی دی.
د بودجې کمښت
د روغتيا نړیوال سازمان ويلي چې د شپږ مياشتنې ارزونې له مخې يې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو او پناه غوښتونکو ته د رسيدګۍ لپاره يې د ۱۰ ميليون ډالرو مرستې غوښتنه کړې.
دې بنسټ زياته کړې چې تر اوسه يې له دې مرستې يوازي ۵۰۰ زره ډالر تر لاسه کړي دي.
د روغتيا نړیوال سازمان ويلي چې اوس مهال افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د رسيدګۍ لپاره د ۹.۵ ميليون ډالري بودجې له کمښت سره مخ دي.
پاکستان د تېر ميلادي کال د سپټمبر مياشتې پر ۱۵ اعلان وکړ چې بې اسنادو مهاجرين او کډوال باسي.
دې هيواد بې اسنادو کډوالو او مهاجرينو ته د نومبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړ چې پاکستان پرېږدي او تر دې وروسته يې د هغوی د نيولو او جبري ايستلو لړۍ پيل کړه چې تر اوسه روانه ده.
