د ننګرهار او لغمان معلولین د کار او خپلو حقونو غوښتنه کوي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې معلولین وایي، د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره یې له میاشتو میاشتو انتظار وروسته لاهم د معلولیت هغه امتیازات چې قانون ورته ټاکلي نه دي ترلاسه کړي.

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکی ۳۳ کلن مسعود چې په پخواني حکومت کې د ملي اردو سرتیری و، شپږ کاله وړاندې یې د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې دواړه پښې پرې شوي وایي، ژوند یې له کړاونو ډک دی او د ګاونډیانو په راوړو خیراتونو شپې سبا کوي.

هغه چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ورپاتې ده، وایي د طالبانو له حکومت وړاندې به یې د معلولیت ټول امتیازات ورکول کیدل، خو اوس له میاشتو ځنډ وروسته هم نه ورکول کېږي.

مسعود زیاتوي، ځینو خیریه بنسټونو ورسره د مرستو ژمنې کړي، خو له کال ډیر وخت تیریږي چې تر اوسه ورسره کومه مرسته نه ده شوې.

ورته مهال د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی او معلول شاه زمان وايي، چې له لسو میاشتو راهیسې یې خپل حقونه او امتیازات نه دي اخېستي او له ګڼو اقتصادي ستونزو کړیږي.

نوموړی زیاتوی اوس مهال له خپل خسر سره په کرایه کور کې اوسیږي او د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو مسوولیت ورترغاړی دی.

هغه چې څو کاله مخکې د سړک غاړې بم په چاودنه کې په یوه پښه معلول شوی وايي، اوس معلولو کسانو ته د دوی میاشتنی معاش او نور امتیازات د طالبانو له لوري په اسانۍ نه ورکول کېږي او اکثره معلول وګړي له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.

نوموړی دغه راز ادعا کوي چې طالبان خپلو معلول شویو پلویانو او طالب سرتیرو ته د معلولیت پوره امتیازات ورکوي، خو د مخکیني حکومت سرتیرو ته بیا نه یوازې پر وخت او پوره امتیازات نه ورکول کیږي بلکې د طالب چارواکو له لوري په مختلفو نومونو تحقیریږي.

شاه زمان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د میاشتنې امتیازاتو د ورکړې ترڅنګ د کار زمینه هم برابره کړي.

ورته مهال بیا د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، په روان هجري لمریز کال کې یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لس نیم میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي دي.

 د یاد وزارت لپاره د طالبانو ویاند فیصل خاموش وایي، چې له دغه وزارت سره شپږ سوه او شل زره یتیمان، کونډې او معلولین ثبت دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله ۷۵ سلنه یتیمانو ، کونډو او معلولینو سره میاشتنۍ مرستې هم ترسره شوې دي.

د سره‌ صلیب د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان دا مهال یو اعشاریه پنځه میلیونه معلولین لري او ډېری یې د نورو مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري، چې په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه