اطلاعات روز: د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، کابل ښار کې دوو بېلو چاودنو دوه تنه وژلي او دوه نور یې ټپي کړي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، لومړۍ چاودنه نن (شنبه، ۲ د کب) سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند دارالامان پر سړک پر یو کرولا ډوله موټر شوې.
د هغه په وینا په دې چاودنه کې دوه تنه ټپيان او روغتون ته وړل شوي دي.
د فردوس فرامرز په وینا، دویمه چاودنه د ښار څلورمې ناحیې اړوند پروان کارته سیمه کې یو کرولا ډوله موټر د ماین ښکار شوی چې دوه تنه په کې وژل شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، دواړه چاودنې تر څېړنې لاندې دي.
کابل په دې وروستیو کې د دا ډول چاودنو شاهد دی چې خلکو قرباني اخلي.
