اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې يو ماشوم برمې ته غورځېدلی دی.
د سرچينې په حواله چې دا ماشوم نن (پنجشنبه، ۱۲ د سلواغې) د يوسف خېلو ولسوالۍ اړوند په «ميست» سيمه کې برمې ته لوېدلی دی.
يوې بلې سرچينې اطلاعات روز ته ويلي چې په ميست سيمه کې برمې ته لوېدلی ماشوم د سيمې د اوسېدونکو په همکارۍ را ايستل شوی او په وخيم حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
په پکتيکا کې د طالبانو ولايتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.
دا په پکتيکا کې برمې ته د ماشوم د لوېدلو لومړۍ پېښه ده، خو تر دې وړاندې هلمند او ځينو نورو ولايتونو کې ګڼ ماشومان برمو ته لوېدلي چې ډېری يې مړه شوي دي.
د دې پېښو لامل د خلکو بېغوري ګڼل کيږي چې د برمو سرونه لوڅ پرېږدي.
