ارزګان کې د پاکو اوبو نشتون عام خلک اندیښمن کړي او وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د ځمکې لاندې د اوبو کمښت له کبله زیاتې څاوې وچې شوي او خلک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
حميدالله چې کور یې په خيرو کاريز کې دی او د ترينکوټ ښار ته د اوبو په ترلاسه کولو پسې راغلی وايي، چې په سیمه کې یې د ځمکې لاندې اوبه دومره ښکته تللي، چې یو شمیر کسانو آن تر ۱۳۰ مترو پورې برمې وهلي، خو بیا هم اوبه نه ورکوي.
هغه وویل: «خلک د څښاک اوبه نه شي پیداکولی د لېرې-لېرې سيمو څخه دلته په اوبو پسې راځې زه خپله دلته راځم او خپل کور ته اوبه وړم.»
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، چې په افغانستان کې سږکال د پام وړ واورې نه ورېدلو له کبله ښايي دا هېواد ډېره سخته وچکالۍ تجربه کړي.
دغې ادارې پر اېکس په خپله پاڼه په یوه بیان کې چې د جنورۍ پر۲۳مه خپور شوی ویلي، چې وچکالي به په افغانستان کې د اوبو لګولو، کرنې، کرنیزو محصولاتو او څړځایونو د اغېز ترڅنګ خلک اړ کړي چې خپلې اصلي مېنې پریږدي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ مياشت کې په ارزګان کې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د دې ولایت نيمايي وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او خپلې د اړتیا وړ اوبه په ډيرې سختۍ سره پیدا کوي.

د ارزګان خلک چې د اوبو کمښت انديښمن کړي وايي، په دې ولایت کې د اوبو ټولې هغه زيرمې چې په تېرو کلونو کې به خلکو ورڅخه ګټه پورته کوله سږکال په مطلق ډول وچې شوې دي.
د دې ولایت د «کورې» سيمې اوسیدونکی زين الله وايي، چې د اوبو نشتون يوه بحراني ستونزه ده او ويره لري چې راتلونکي کلونه به خلک په ډيرو سيمو کې پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري.
نوموړي زیاته کړه: «په دغه دښته کې زما خپل کور دی په ۱۰ برمو کې ۵ برمې اوبه نه لري ټولې برمې وچې شوي دلته د اوبو يو حوز دی چې ناپاکه هم دی زه ورځم او خپل کور ته اوبه ورڅخه راوړم ټول خلک په دغه وضعيت کې دي.»
د مرکز ترينکوټ اوسيدونکی اغاولي بیا وايي، په تېرو کلونو کې دغلته د اوبو چينې موجودې وي، خو زیاتوي چې اوس د اوبو اندازه دومره ښکته شوې چې نږدې ۵۰ سلنه ژورې څاوې هم وچې شوې دي.
هغه وایي، که د طالبانو حکومت دغلته د اوبو چیک ډیمونه جوړ کړي ورسره به تر یو اندازې پورې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.
اغاولي وویل:«۸۰ او ۹۰ متره چې برمه ووهي اوبه نه لري ما پخوا په ارزګان ولايت کې ليدلي وو چې د اوبو چينې وې اوس هغه ټولې چينې وچې شوې دي.»

په همدې حال کې ارزګان کې د طالبانو مسوولین هم په دې ولایت کې د اوبو کمښت ته انديښمن دي، خو زياتوي چې دوی له بېلابېلو لارو هڅې پېل کړ ترڅو د اوبو په برخه کې شته ستونزې حل کړي.
د ارزګان لپاره د طالبانو والي مولوي محمدعلي جان احمد وايي، چې دوی به د دې ولایت په بېلابېلو سيمو کې غټ او کوچني د اوبو بندونه جوړ کړي، ترڅو د اوبو اندازه لوړه شي.
هغه وویل: «موږ به کوښښ کوو چې څومره مو وس رسيږي باید بندونه جوړ کړو ترڅو د خلکو دغه ستونزې حل شي په ارزګان ولايت کې موږ دغه پلان لرو په هره سيمه کې چې د اوبو د بند د جوړيدو امکان وي هلته به د اوبو بند جوړ کړو.»
دغه راز ارزګان کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولين بیا وايي، په دې ورستيو کې د دوی په مالي ملاتړ د دې ولایت په ۷ ولسواليو کې د اوبو ۷ کوچني بندونه جوړيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر )اوچا) د روانې جنورۍ په ۷مه نېټه په یو راپور کې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو له سختې وچکالۍ سره مخ هېواد ګڼلی دی.
اوچا د وچکالۍ په دوام اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا هیواد د درېیم پرلپسې کال لپاره وچکالۍ سره مخ دی.
اوچا روانه وچکالي د تودوخې د لوړوالي او اقلیمي بدلون پایله ګڼلې او زیاته کړې ده، چې د اقلیمي بدلون له امله د دې هېواد کرنه، اوبه، روغتیا، اقتصاد، معیشت، ایکوسیستم او ځنګلونه هم اغېزمن شوي دي.
