اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې اعلان کړی چې د دې مجلس د څارنې او ځواب ورکولو فرعي کميټه د امريکايي نظاميانو د پخوانيو متحدينو پر خلاف د طالبانو د غچ اخیستنې اقداماتو په اړه ګردی مېز جوړوي.
د دې کميټې له اعلاميې سره سم، دا ګردی مېز به د جنورۍ پر ۳۱مه د امريکا پر وخت تر ماسپښین وروسته جوړ شي.
ويل شوي چې په دې ګردي مېز کې به د دوو ګوندونو (جمهوري غوښتونکي او ډيموکراټان) غړي او هغه پخواني سرتېري ګډون کوي چې د امريکايي ځواکونو له پخوانيو همکارانو سره مرسته کوي.
د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې ويلي، چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال پر مهال له افغانستانه د بايډن د حکومت ويرجنې وتنې د امريکا متحدين د طالبانو له غچ اخيستنې سره مخ کړي دي.
امريکا د ۲۰۲۱ کال پر مهال له افغانستانه ځينې ژباړن او نظامي همکاران وايستل. د امريکا يو شمېر نور متحدين د طالبانو د غچ اخيستنې له وېري ګاونډيو هيوادونو ته تښتېدلي دي.
د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بهرنيو نظاميانو د پخوانيو همکارانو د نيول کېدو او وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
