افغانستان له فساد سره د مبارزې په شاخص کې څو درجې کښته شو

اطلاعات روز: د روڼتيا د نړیوال سازمان له تازه راپور سره سم، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ۲۰۲۳ کال پر مهال له فساد سره د مبارزې په نړيوال شاخص کې څو درجې کښته شوی او ۱۶۲ ځای لري.

دا هيواد ۲۰۲۲ کال پر مهال څو درجې پورته شوی و او د ۲۴ نمرو په لرلو سره په ۱۵۰ ځای کې و؛ خو د ۲۰۲۳ کال پر مهال يې څلور نمرې بايللې او په ۲۰ نمرو سره په ۱۶۲ ځای کې دی.

له فساد سره د مبارزې شاخص چې نن (سې‌شنبه، ۱۰ د سلواغې) د روڼتيا د نړیوال سازمان له لوري خپور شوی دی، ډنمارک د ۱۸۰ هيوادونو تر منځ د ۹۱ نمرو په لرلو په سر کې دی او تر دې وروسته فنلينډ او نيوزيلينډ هيوادونه په دويم او درېيم مقام کې دي. له دې لړليک سره سم، سوريه، وينزويلا او صوماليا د لړليک وروستي درې هيوادونه دي.

د ياد شوي سازمان په وينا، د فساد د معلومونې شاخص د نړۍ په کچه ۱۸۰ هیوادونه د فساد د درک شويو کچو پر اساس درجه بندي کوي او له ۰ (ډېر فاسد) څخه تر ۱۰۰ (ډېر پاک) پر اساس نمرې ورکوي.

د روڼتيا سازمان ويلي چې دوه پر درې هيوادونو له ۱۰۰ څخه تر ۵۰ کمې نمرې اخيستې دي او ښيي چې په جدي توګه په فساد کې ښکېل دي.

دې سازمان ويلي چې د اسيا او اقيانوس ۷۱ سلنه هيوادونه تر نړیوال اوسط (۴۳) کمې نمرې لري.

د دې سازمان په وينا، ټيټې نمرې ښيي چې له فساد سره د مبارزې برنامه نشته او مدني ټولنه او رسنيزې ازادۍ ځپل شوې دي.

د روڼتیا د نړیوال سازمان په وينا، په اسيا او اقيانوس کې د نيوزيلينډ، سنګاپور، اسټراليا او هانګ کانګ په څېر هيوادونه مخکښ دي او له سخت وضعيت سره مخ هيوادونه چې استبدادي رژيمونه لري لکه شمالي کوريا، ميانمار او افغانستان د لړليک په پای کې دي او له بدترينو بشري کړکېچونو سره مخ دي.

دې سازمان ويلي چې د ۲۰۲۳ کال د فساد د معلومونې شاخص ښيي چې فساد په ټوله نړۍ کې مخ پر زياتېدو دی. د دې چارې لامل د قضايي سيسټمونو ضعف او له مجازاتو څخه معافیت ښوول شوی دی.

د روڼتیا د نړیوال سازمان مشر فرانسوا والرين ويلي چې تر څو قضايي سيسټمونه مخالفين مجازات او دولتونه تر کنټرول لاندې رانه ولي، فساد به خپلې ودې ته دوام ورکړي.

ده ويلي چې د هيوادونو مشران بايد د هغو بنسټونو خپلواکي چې «د قانون ملاتړ او له فساد سره مبارزه کوي، تضميمن کړي او د فساد لپاره له مجازات څخه د معافيت د پای ته رسولو وخت را رسېدلی دی».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه