اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) وايي، چې غواړي په روان ميلادي کال کې د ماشومانو په ګډون تر درې ميليونه او ۶۰۰ زره وګړو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه زده کړې ورکړي.
يونيسف نن (سېشنبه، ۱۰ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې افغانستان په نړۍ کې په چاودېدونکو توکو يو تر ټولو ککړ هيواد دی.
دې بنسټ ليکلي، چې د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه خلکو ته په زده کړې ورکولو سره هغوی پوهېږي چې څرنګه د پاتې شويو چاودېدونکو توکو له کبله د رامنځته شويو پېښو او مرګونو مخنيوی وکړي.
د څو لسيزو جګړو له کبله د افغانستان خاوره له جنګه په پاتې ماينونو او مهماتو ککړه ده.
د ملګرو ملتونو له معلوماتو سره سم، په افغانستان کې درې ميليونه وګړي له ماينونو، لاسي بمونو او له جنګه د پاتې ناچاوده چاودېدونکو توکو څخه په يو کيلوميټر واټن کې ژوند کوي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې له راپور سره سم چې د مرغومي/جدې مياشتې په لومړيو کې خپور شو، له جنګه د پاتې ماينونو او مهماتو له کبله په دریو مياشتو کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۰ نور چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ژوبل شوي دي.
