اطلاعات روز: د طالبانو دفاع وزارت خپلو جنرالانو او لوړپوړو نظاميانو ته له ۱۰ زره څخه تر ۳۵زره افغاينو پورې د کور کرايه ټاکلې ده.
اطلاعات روز ته په رسېدلي مکتوب کې د طالبانو د نظامي منسوبينو د کور کرايه د هغوی د رتبې له مخې ټاکل شوې ده.
له دې مکتوب سره سم، د ډګر جنرال لپاره ۳۵ زره افغانۍ، د تورن جنرال لپاره ۲۵ زره افغانۍ او د بريد جنرال لپاره ۲۰ زره افغانۍ د کور کرايه په پام کې نيول شوې ده. همدا راز د ډګروال لپاره ۱۵ زره افغانۍ او د ډګرمن لپاره ۱۰ زره افغانۍ د کور کرايه ټاکل شوې ده.

د دې مکتوب په پای کې د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست محمد يعقوب مجاهد لاسليک شوی دی او دا کرايه يې د روان مالي کال د دوو وروستيو مياشتو او د راتلونکي کال د دوو راتلونکو مياشتو لپاره مشخصه کړې ده.
ويل شوي چې کوم کسان د طالبانو د رییس الوزرا له دفتر څخه د کور کرايه اخلي، له دې لارې د کرايې د اخيستلو مستحق نه دي او همدا راز د کور کرايه بايد تر ټاکلي نورم لوړه نه وي.
د طالبانو د جنرالانو او لوړپوړو نظاميانو شمېر څرګند نه دی. د طالبانو پوځ د دوی له خپلو جنګياليو جوړ دی او پر لوړپوړو نظامي دندو هم د دې ډلې قومندانان ټاکل شوي دي.
د طالبانو چارواکو د خپل حکومت په لومړيو کې اعلان کړی و چې سل زره کسيز پوځ جوړوي.
