اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د «سيمهییزې همکارۍ د ابتکار» غونډې په پیل کې يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې د دې سازمان طرحو له جګړې او بې ثباتۍ پرته بله پايله نه ده لرلې. ده غوښتنه وکړه چې هيوادونه دې د طالبانو د حکومتۍ د ماډل درناوی وکړي.
دا غونډه نن (دوشنبه، ۹ د سلواغې) په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کوربتوب او د سيمې د هيوادونو د سفيرانو او ځانګړو استازو په ګډون پيل شوه.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د دې غونډې موخه دا وګڼله چې «له افغانستان او د سیمې له هيوادونو سره د رغنده تعامل لپاره د سيمهييزې همکارۍ د پراختيا په هدف د سيمهمحور روايت پر را منځ ته کولو بحث او خبرې-اترې وکړي».
ده په خپله اعلاميه کې د دې ډلې د حکومتولۍ بڼې ته د هيوادونو د درناوي غوښتنه وکړه او ويې ويل: «د افغانستان اسلامي امارت د نورو ګټو، انتخابونو، حکومتي جوړښتونو او پراختيايي ماډلونو ته درناوی لري او په مقابل کې يې هم له نورو غواړي چې د افغانستان ګټو، انتخابونو، د حکومتولۍ او ودې ماډلونو ته درناوی وکړي.»
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست زياته کړه چې تاريخ ثابته کړې چې «تحميلي نسخې» کارنده نه وې او برعکس پايله يې لرلې ده.
ده زياته کړه: «د ملګرو ملتونو طرحو هم چې د بېلابېلو استازو له لوري وړاندې شوې دي، متأسفانه له جګړې، بې ثباتۍ او د افغانستان له اشغال پرته بله پایله نه ده لرلې.»
د طالبانو دې چارواکي يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې د يوناما په شتون کې ځانګړي استازي ته اړتيا نشته.
ده وويل چې د طالبانو حکومت تيار دی او دا ظرفيت لري چې له سيمهييزو او نړیوالو اړخونو سره پر ګډو مسايلو او اندېښنو خبرې-اترې وکړي.
متقي په نننۍ غونډه کې د حاضرو هيوادونو له سفيرانو او استازو وغوښتل چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان عيني واقعيتونه د ده په وينا ليرې جهتونو ته ورسوي، تر څو «په واقعبينانه، معقولې او منلو وړ تګلارې سره تعامل او رغنده همکارۍ ته را وړاندې شي». ده وويل چې «افغانستان له هيڅ اړخ سره د تقابل او جنجال غوښتونکی نه دی بلکې هر وخت يې پر مثبت تعامل ټينګار کړی دی».
ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹ نېټو د هيوادونو او سيمهييزو سازمانونو د ځانګړو استازو په ګډون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب تعقيبي غونډه وشي.
د دې غونډې موخه دا ګڼل شوې چې د افغانستان په اړه د مستقلې ارزونې سپارښتنو ته په پام د دې هيواد په تړاو په منسجمه، همغږې او ساختاري توګه د نړیوالې ښکېلتيا د زياتولو پر تګلارې خبرې وشي.
دا ارزونه د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو ترسره کړې او د دې سازمان امنيت شورا يې د وړانديزونو د عملي کولو لپاره يو پرېکړهليک صادر کړی دی او د دې سازمان له عمومي منشي يې غوښتي چې د افغانستان په چارو کې دې ځانګړی استازی وټاکي.
امنيت شورا په خپل پرېکړهليک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتي چې د دې شورا له غړو، د طالبانو د چارواکو، ښځو، مدني ټولنې او سیمې د هيوادونو په شمول دې په افغانستان کې له ښکېلو لوبغاړو سره په مشوره د افغانستان په تړاو يو ځانګړی استازی وټاکي چې د بشري حقونو او جنسيت په اړه قوي تخصص ولري.
د امنيت شورا په پرېکړهليک کې راغلي چې دا ځانګړی استازی بايد د يوناما د ماموريت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي ماموريت ته له زيان رسولو پرته د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنې عملي کړي.
د فريدون سينيرلي اوغلو په ارزونه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت، پايدارې سولې او ټولنيزې ودې لپاره پر «ملي خبرو-اترو» ټيڼګار شوی دی.
