اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په هيواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو له پېل راهيسې تر اوسه تر ۱۲ ميليونه او ۲۸۸ زره زياتو وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې توزيع شوي چې په دې کې اووه ميليونه نارينه او پنځه ميليونه ښځې دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې نن (يکشنبه، ۸ د سلواغې) خپره شوې، ويل شوي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تر شپږ ميليونه زياتو وګړو برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې ډېرې پېژندپاڼې په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار ولايتونو کې خلکو ته ورکړل شوې دي.
د احصايې او معلوماتو د ادارې په وينا، يوازې په کابل کې څه باندې شپږ ميليونه او ۵۶۷ زره خلکو برېښنايي پېژندپاڼې تر لاسه کړې دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې ويلي، چې اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هيواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د توزيع ۷۵ مرکزونه، د اسان خدماتو مرکزونه او يو سيار ټيم فعاليت کوي.
برېښنايي پېژندپاڼې د پاسپورټ په څېر د افغانستان د پخواني حکومت په لوګو سره وېشل کېږي.
د دې پېژندپاڼو د وېش بهير د ۱۳۹۷ کال د غوایي په مياشت کې پېل شوی و. هغه وخت د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په بهير کې د مليت په توګه د «افغان» لفظ زياتول او د قومونو نوملړ له جنجالي موضوعاتو څخه و چې له کبله يې دا بهير جنجالي شوی و.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې ډلې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش روان ساتلی او لګښت له ۱۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰ افغانیو ته رسولی دی.
