د ټولنیزو رسنيو کاروونکي: طالبان ښځې اختطافوي

اطلاعات روز: د طالبانو له لوري د بې حجابۍ په پلمه د ځوانو ښځو او نجونو نيولو ته په غبرګون کې سياسي فعالانو او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د طالبانو دا کار «اختطاف» بللی دی.

په دې وروستيو کې طالبانو په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې ښځې او نجونې د بې حجابۍ په تور نيولې دي.

په وروستيو ورځو کې چې پر ټولنيزو رسنيو کومه ويډيو خپره شوې، په کې لیدل کېږي چې د طالبانو غړي يوه ښځه په تاوتریخوالي سره په موټر کې سپروي.

ويل کېږي چې دا ويډيو د کابل په لوېديځ کې ثبت شوې چې طالبان په کې يوه ځوانه نجلۍ د جامو د څرنګوالي له امله نيسي.

خو، د سياسي فعالانو او ټولنيزو رسنيو د کاروونکو په اند کوم کار چې طالبان له ښځو او نجونو سره د حجاب په پلمه کوي، «انسان تښتونه» او «اختطاف» دی.

سياسي فعال او د پخواني حکومت د امنيت شورا پخواني مشار داوود ناجي پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې نيول يو قانوني بهير دی چې د يو قانوني بنسټ له لوري د هغه جرم په خاطر ترسره کېږي چې له وړاندې يې په قانون کې يادونه شوې وه او باصلاحيته محکمې يې جواز ورکړی وي.

ده ليکلي: «د نجونو په اوسني اختطاف کې له دې عناصرو کوم يو شته؟ د مثال په ډول که له طالبانو پرته يو څو وسله وال کسان يوه نجلۍ له سړکه موټر ته پورته کړي، ايا دا نيول دي؟»

د پخواني دولت د سولې د وزارت معين عبدالله خنجاني هم پر ايکس په خپله ليکلي، چې په اوسنيو ادبياتو کې نيول د نظارت، توقيف او زنداني کولو درې حقوقي حالتونه لري، خو «د کابليو ښځو (تاجيکانې او هزاره ګانې) پر اوسني وضعيت نه تطبېقېږي.»

خنجاني ليکلي، چې د افغانستان په قوانينو کې د «بې حجابۍ» په څېر د حقوقي ځانګړنو لرونکی جرم نشته او د ده په وينا، «د يوه عمل لپاره په قانوني تشه کې زندان ته د ښځو اچول يوازې رژيمي اختطاف ګڼل کېږي».

د «عدالت غوښتونکو ښځو خوځښت» پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې طالبان اوس مهال د خپلو دښمنانه او ښځه ځپونکو اعمالو په لړ کې ښځې او نجونې اختطافوي او د «نامناسب حجاب» په پلمه هغوی شکنجه او توقيفوي.

يوې معترضې ښځې وحيدې اميري هم پر ايکس په خپله پاڼه د ښځو نيول «اختطاف» بللی او ويلي يې دي چې د طالبانو ظلم او ستم دردناک او وحشتناک دی.

طالبان پر ښځو او نجونو د خپلو محدوديتونو په لړ کې د وروستيو وختونو پر مهال په کابل او يو شمېر ولايتونو کې ځوانې ښځې او نجونې توقيفوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت د دفتر (يوناما) په وروستي راپور کې هم دې موضوع ته اشاره شوې او ويل شوي چې طالبانو په قصدي توګه د کابل په لوېديځ هزاره ميشتې او تاجيک مېشتې خيرخانه کې ښځې او نجونې نيولې دي.

د يوناما په وينا، ډیری «نيول شوې» ښځې تر څو ساعتونو وروسته او د خپلو محرمو له لوري د دې ضمانت‌ليک تر لاسليکولو وروسته خوشې شوې دي چې د طالبانو د حجاب فرمان به رعايتوي.

يوناما زياته کړې، چې له تاوتريخوالي سره مل دا تنفيذي اقدامات سپکوونکي او خطرناک دي او بدنامي لري او همدا راز يې نجونې له نور خطر سره هم مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د دفتر په وينا، د طالبانو له لوري دا اقدامات د حجاب په اړه د دې ډلې له فرمان سره په تضاد کې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د ښځو او نجونو نيول تاييد کړي او ويلي يې دي چې د ښځو يوه ډله چې په ښارونو کې يې د بې حجابۍ د ترويج هڅه کوله، تنبيه شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه