د ملګرو ملتونو پرمختيايي دفتر: په افغانستان کې ۴۰ سلنه کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري

Photo: UNDP Afghanistan

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو پرمختيايي دفتر وايي چې افغانستان د انرژۍ له ستر کړکېچ سره مخ دی او د دې هيواد يوازې ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري.

د دې دفتر په وينا، د برېښنا کمښت د اړينو خدماتو لکه روغتيايي او زدکړييزو خدماتو پر وړاندې کولو، بشري مرستو، پرمختګ او اقتصادي ودې منفي اغېزې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي دفتر په راپور کې راغلي چې افغانستان د منځنۍ اسيا او ايران په څېر د ګاونډيو هيوادونو پر برېښنا متکي دی او خپله ۷۵ سلنه برېښنا له دې لارې پوره کوي.

له دې سره-سره دې دفتر ويلي، وارداتي برېښنا يوازې ۴۰ سلنه تقاضا پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي دفتر په وينا، د برېښنا عرضه د لوړې تقاضا لکه ژمي پر مهال کمه وي.

دې دفتر زياته کړې چې له پر له پسې هڅو سره-سره دا وضعيت نه دی حل شوی او ناروغان او زده کوونکي محدودې انرژۍ ته لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي دفتر په راپور کې راغلي چې کوم ولايتي روغتونونه د برېښنا له شبکې سره تړلي د ورځې پنځه يا شپږ ساعتونه او حتا ځيني وختونه ۱۲ ساعته برېښنا نه لري.

دې دفتر ويلي چې په افغانستان کې د انرژۍ له ننګونې سره د مبارزې لپاره يې د لمريزې برېښنا د توليد پروژه پيل کړې ده.

ويل شوي چې په روغتيايي او زدکړييزو بنسټونو کې د لمريزې برېښنا توليد د دې پروژې يوه برخه ده.

د ملګرو ملتونو پرمختيايي دفتر ويلي چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال يې په کابل او کاپيسا ولايتونو کې په ۳۰ روغتيايي مرکزونو او ۱۵ ښوونځيو کې د لمريزې برېښنا سيسټمونه لګولي دي.

دې دفتر زياته کړې چې د لمريزې برېښنا سيسټمونه په پر له پسې توګه انرژي برابروي او په روغتيايي او زدکړييزو څانګو کې د ښو خدماتو د وړاندې کولو لامل کېږي.

همدا راز لمريزه انرژي د جنراتورونو لګښت کموي او د کاربن د خپرېدو مخه نيسي.

د ملګرو ملتونو پرمختيايي دفتر ويلي چې د عمومي خدماتو لپاره د انرژۍ له تأمين سره-سره يې د «ابادۍ» برنامې له لارې هغو ۶۶۰ کورنيو ته هم پاملرنه کړې چې د برېښنا له شبکې سره وصل نه وې.

د دې دفتر په وينا، په لمريزې برېښنا او لمريزو بخاريو سره د کورونو د سمبالولو له لارې د پيټرولو او له پخلي سره د تړلو سون توکو لګښت هم راکمېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه