اطلاعات روز: د پاکستان لومړي وزير انوار الحق کاکړ ويلي چې د افغانستان په شمول د ګاونډيو هيوادونو وګړي بايد د پاکستان د کډوالۍ قوانينو ته پابند وي.
د ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، ده دا څرګندونې د جمعې په ورځ (۶ د سلواغې) له يوه خصوصي ټلويزون سره په مرکه کې کړې دي.
د پاکستان دولت د تېر کال د اکتوبر په مياشت کې له افغانستانه د بې اسناده کډوالو وګړو د ايستلو اعلان وکړ او دې کډوالو ته يې د پاکستان د پرېښوولو مهلت ورکړ.
د وروستيو مياشتو پر مهال تر نيم میليون زيات وګړي له پاکستانه افغانستان ته په تلو مجبور کړل شوي دي.
د کډوالو د ايستلو په تړاو د پاکستان پرېکړه له پراخو نيوکو سره مخ شوه، خو پاکستاني چارواکي ترې دفاع کوي.
د پاکستان لومړي وزير پرون وويل چې د افغانستان په شمول د ګاونډيو هيوادونو وګړي بايد د کډوالۍ قوانینو ته پابند وي ځکه دا په نړۍ کې دود تګلاره ده.
ده په خپلو خبرو کې کابل ته د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سفر ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې دا يو شخصي سفر و او د پاکستان حکومت پکې ښکېل نه و.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید