اطلاعات روز: طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو يوه ورځ وروسته د دې ډلې د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هيواد کې ځپل شوي دي.
له هغې خبرپاڼې سره سم چې نن (پنجشنبه، ۵ د سلواغې) د «ارګ» پر ايکس پاڼه خپره شوې، نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت له شاژدافير پال کلومان بکر سره مطرح کړې دي.
په دې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبير له خولې ويل شوي چې طالبان د امريکا او اروپايي هيوادونو په شمول له ټولو هيوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډيو هيوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس اړيکې غواړي.
د طالبانو دې لوړپوړي چارواکي زياته کړې چې په افغانستان کې بشپړ امنيت راغلی او هيڅوک اجازه نه لري چې له دې خاورې د بل چا پر خلاف استفاده وکړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: «ده (مولوي عبدالکبير) ټينګار وکړ چې ټي ټي پي په افغانستان کې نشته او داعش د بشريت د دښمن په توګه ځپل شوي دي.»
د پاکستاني طالبانو په اړه د دې طالب چارواکي خبرې په هغه بڼه چې ارګ خپرې کړې دي، بې مخينې دي. وړاندې دې ډلې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني دولت تر منځ منځګړيتوب کاوه او اوس هم پر مذاکراتو ټينګار کوي.
په دې وروستيو کې پاکستاني رسنيو خبر ورکړی و چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره په ليدنه کې ويلي چې ده له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ورسره تړلو ډلو غوښتي چې د پاکستان په تړاو دې پر خپله ستراتېژي فکر وکړي او تاوتريخوالی دې کم کړي.
د ايکسپريس ټريبيون په وينا، هبت الله اخوندزاده زياته کړې، چمتو دی چې د خبرو د پيل لپاره په افغانستان کې «ښه دفترونه» جوړ کړي.
په عين مهال کې پاکستاني چارواکي له پاکستاني طالبانو سره مذاکرات ردوي او هممهاله له ټي ټي پي سره د افغانستان د طالبانو له چلنده ناخوښ دي.
پاکستاني رسنيو په تازه توګه د پاکستاني پوځ د لوی درستيز له قوله راپور ورکړی چې نوموړي د اسلام اباد د بهرني سياست د لومړيتوب په تړاو خبرو کې طالبانو ته هم ګواښ کړی چې «پاکستان ته مه ګورئ، موږ د هر څه او هر څه قربانولو ته تيار يو».
د ايکسپریس ټریبيون له راپور سره سم، منير دا څرګندونې تېره ورځ د پاکستان د دولتي پوهنتونو له محصلينو سره په درې ساعتيزه غونډه کې کړې دي.
ده ويلي: «کله چې د امنيت او د هر پاکستاني د امنيت خبره کېږي، کولای شو پر ټول افغانستان لعنت [ووایو].»
ده زياته کړې چې افغانستان له ډېر پخوا په بلوچستان کې د بغاوت ملاتړ کړی او «لوېديځ ګاونډي هيڅکله هم له پاکستان سره د دوستۍ څرګندونه نه ده کړې».
ده ويلي چې افغانستان يوازينی هيواد و چې د دې هيواد تر خپلواک کېدو وروسته يې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له منلو سره مخالفت کړی و.
