اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ٣ د سلواغې) مازدیګر ۰۴:۳۰ بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د «وزیر خواجه خیلو» کلي کې د ځایي اوسیدونکو سخي جان او عباس خان د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.
زابلی زیاتوي، چې په یاده شخړه کې د ډزو له امله د عباس خان زوی وژل شوی او د مقابلې کورنۍ دوه غړي ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره ټپیان یې پر وخت روغتون ته انتقال کړي او ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر دا ډول شخړې زیاتې شوې دي.
