اطلاعات روز: له تېرو دوولسو ورځو راهيسې له پاکستان سره د سوداګريزو لارو تر تړل کېدو وروسته، نن (سېشنبه، ۳ د سلواغې) سهار لومړی تورخم او وروسته د پکتيا «خرلاڅې» او د خوست «غلام خان بندر» لارې د سوداګریزو توکو او بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصې شوې.
په پکتيا او خوست کې ځايي سرچينې وايي چې د لارو تر تړل کېدو وروسته دواړو غاړو ته سلګونه په توکو بار موټر ولاړ وو او اوس اجازه ورکړل شوې چې له افغان لوري پاکستان ته او له هغې خوا د افغانستان خاورې ته ولاړ شي.
بلخوا په پکتيکا کې ځايي سرچينه وايي چې له پاکستان سره د «انګور اډې» لاره لا هم تړل شوې او د خلاصون په تړاو يې څه نه دې ويل شوي.
نن سهار د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي و چې افغان سوداګرو او طالب مسوولینو په کابل کې د پاکستان د سفارت له مسوولینو سره په ناسته کې پر سوداګرۍ اغیز ته په اشارې د تورخم دروازې د پرانیستو او د ویزې د اسانتیا غوښتنه کړې.
د دې رسنې په وینا، پاکستان د دوی غوښتنه منلې او د مارچ میاشتې تر وروستې نیټې پورې یې موټر چلونکو ته اجازه ورکړې چې ازاد تګ راتګ وکړي، خو تر هغې وروسته به ویزه اخلي.
د طالبانو د حکومت او سوداګرو ټولنې د مسوولينو په ورکړل شویو مالوماتو کې ویل شوي چې له پاکستان سره د لارې د تړل کیدو له امله افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ مالي زيان اوښتی دی.
