له پاکستانه راستانه شوي افغان زده کوونکي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

اطلاعات روز: له پاکستانه راستانه شوي افغان زده کوونکي شکایت کوي، چې زده کړې یې نیمګړې پاتې او اوس مهال هیواد کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

عبیدالله چې پاکستان کې یې د کډوالۍ پر مهال تر لسم ټولګي زده کړې کړي وایي، هیواد ته په راستنیدو یې نه یوازې زده ګړې نیمګړې پاتې دي، بلکې کورنۍ یې هم له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او دی دا ډول وضعیت د خپل راتلوونکي پر وړاندې لویه ننګونه بولي.

نوموړي وویل: «د پاکستان په پینډۍ سیمه کې مو کور و، هلته پیدا شوی هم یم، په لسم تولګي کې وم او دا زما ارمان و چې له ښوونځي فارغ شم او خپلې زده کړې بشپړې کړم، خو دا هېلې مې اوس له خاورو سره خاورې شوې.»

له پاکستانه د راستانه شوي افغان کډوالو په ډله کې نه یوازې نارینه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي، بلکې ګڼې نجونې هم شته چې زده کړې ترې په نیمایي کې پاتې دي.

شازیه چې پاکستان کې د نهم ټولګي زده کوونکې وه، وایي هیواد ته راستنیدل یې مجبوریت و، خو پخپله خوښه یې د زده کړو له کبله هیڅکله هم نه غوښتل چې راستنه شي.

هغه د طالبانو له لوري پر نجونو د کار او زده کړو بندیزونه هغه لاملونه یادوي، چې له کبله یې هغه له هیواده زړه توري شوې.

شازیه اندیښمنه ده او وایي، په هیواد کې په دا ډول حالت کې د نجونو راتلوونکی تیاره ګوري.

شازیه زیاتوي: «زه د کدوالۍ پرمهال پاکستان کې د نهم تولګي زده کوونکې وم، ما هلته نه یوازې ښوونځی لوسته بلکې د کمپیوټر، انګلیسي ژبې کورسونه مې هم تعقیبول افغانستان ستنیدل راته د زغم نه و، ځکه هلته مې زده کړې کولې او دلته په راتګ سره له زده کړو محرومه یم له طالبانو غواړو چې نور دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي؛ که دا حالت دوام وکړي نو د نجونو راتلوونکی به تیاره وي او له کړاو سره به مخ شي.»

له پاکستانه څخه راستانه شوي کډوال زده کوونکي نه یوازې دوی ته د زده کړو د زمینې برابریدو غوښتنه کوي، بلکې په هیواد کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د بندیزونو د ختمیدو غوښتوونکي هم دي.

ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکی په حکومتي ښوونځیو کې له پاکستانه د را ایستل شویو زده کوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پېلیدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست چارواکو اعلان کړی، چې په دولتي ښوونځیو کې له پاکستان څخه د را ایستل شویو زده کوونکو د جذب بهیر پېل شوی دی.

د ننګرهار د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند فرهاد احمد ستانکزی وایي، هغه زده کوونکي چې په پاکستان کې ترې زده کړې نیمګړي پاتې دي اوس دلته راجسټر شوي چې له ازموینو وروسته به د خپلې سویې مطابق بیلابیلو ټولګیو ته ور وپیژندل شي.

ستانکزی زیاتوي: «هغه افغان کدوال زده کوونکي چې له پاکستان راستانه شوي او زده کړې یې نیمګړې پاتې دي، مونږ ورته په خپل هیواد کې د زده کړو زمینه برابره کړې دا پروسه پېل شوې او له دې زده کوونکو به د ښوونځي اسنادو ته په کتو یوه ازموینه اخیستل کېږي او د سویې مطابق به د دولتي ښوونځیو په ټولګیو کې جذب شي.»

نوموړي وویل، د دې پروسې له پېل سره به له شپږم ټولګي ښکته یو شمېر نجونې هم دولتي ښوونځیو کې جذب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لاهم روانه ده او هره ورځ د تورخم له لارې لسګونه کورنۍ افغانستان ته راستنیږي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس د تورخم له لارې له پاکستانه د وږي له ۲۴مې نېټې تر دې مهاله شپیته زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه