اطلاعات روز: لوګر کې د طالبانو د پوهنې رياست وايي، په دولتي ښوونځيو کې د ښوونکو کموالي ستونزه يې تر ډېره حل کړې او د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې یې ۱۱۰۰ نوي ښوونکي په دندو ګمارلي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د پوهنې رياست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ياد ښوونکي يې سږ کال په بېلابېلو ښوونځيو کې جذب کړي، چې ۱۵۰ ښځینه ښوونکې هم په کې شاملې دي.
دوی په داسې حال د نويو ښوونکو د ګمارنې خبر ورکوي چې لاهم د یاد ولايت لېرې پرتې ولسوالۍ د مسلکي ښوونکو له کموالي سره مخ دي.
د لوګر ولايت اوسېدونکي د دې ښوونکو ګمارنه ښه ګام بولي، خو د طالبانو د پوهنې له رياست غوښتنه کوي چې د لېرې پرتو سيمو ښوونځيو د نورو اړتياوو پوره کېدو لپاره دې هم اقدام وشي.
اوس مهال په لوګر ولايت کې زرګونه زده کوونکي په دولتي ښوونځیو کې زده کړې کوي خو د کتابونو، مسلکي ښوونکو، سرپنا او نورو اړینو امکاناتو د کموالي له امله یې هر کال درسي بهیر له ګڼو ستونزو او خنډونو سره مخ وي.
