ننګرهار کې پر سینه بغل ناروغۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی

اطلاعات روز:  د باران د نشتون، سړې هوا، اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله د افغانستان د نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې ډېر ماشومان پر سینه‌بغل ناروغۍ اخته شوي دي.

د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر اسرار د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر سینه‌بغل ناروغۍ د ماشونو د شمیر زیاتیدل اندیښمنونکی بولي او وایي، چې په تېرو دوو میاشتو کې دغلته د سینه‌بغل ناروغۍ کچه شاوخوا ٧٠ سلنه لوړه شوې او هره ورځ لسګونه پر سینه‌بغل اخته ماشومان دغه روغتون ته وروړل کېږي.

ډاکټر اسرار زیاتوي: «له کله چې هوا سړه شوې او باران نه دی شوی، نو ورسره سم پر تنفسي ناروغیو د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی، له کورنیو غوښتنه کوو چې په دې موسم کې خپل ماشومانو ته ډیره پاملرنه وکړي او خاص ډول میندې باید دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.»

ډاکټران ټینګار کوي، چې کورنۍ دې د دغې ناروغۍ د دودیزې درملنې پر ځای ماشومان روغتون یوسي او دغه راز دې د ماشومانو واکسينونه او د یادې ناروغۍ وقايوي لارښوونې بشپړې عملي شي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی نجیب الله چې درې کلنه لور یې په سینه بغل ناروغۍ اخته شوې او د درملنې لپاره یې روغتون ته راوړې وایي، د سړې هوا او په ښار او ولسوالیو کې د روغتیايي امکاناتو د کموالي له کبله د ناروغو ماشومانو حالت خراب شوی دی.

نجیب الله وویل: «سږکال هوا یخه ده او وچکالي زیاته ده، نو ځکه خو زیاتره لوی او واړه په تنفسي ناروغیو اخته شوي زما څلور اولادونه دي ټول ناروغان دي؛ زکام دي او دا درې کلنه لور مې ډیره سینه بغل ناروغۍ خرابه کړې نو ځکه خو نن روغتون ته راوړې او د درملو کمښت ستونزه هم شته هیله ده چارواکي روغتیایي خدمات زیات کړي.»

بلخوا د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرو دریو کلونو شمېرو ته په کتو سږ کال د تېرو دوو کلونو په پرتله د نومونیا یا سینه بغل د ناروغانو شمېر لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو ویاند ډاکتر شرافت زمان ویلي، که د ناروغانو شمېر لوړ شوی خو ترې د مړینو شمېر بیا ټيټ شوی.

د هغه په وینا په افغانستان کې ماشومان تر ډېره د سړې او چټلې هوا، خوارځواکۍ یا نورو ناروغیو له امله د کمزوري کېدو په خاطر په سینه بغل اخته کېږي.

بل لور ته تازه د روغتیا نړیوال سازمان وایي  چې د روانې میاشتې له پېل راهیسې په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله ۱۹۷ کسان مړه شوي دي.

یاد سازمان د ساري ناروغیو د خپرېدو د راپور په خپرولو سره ویلي، چې په مړو شویو کې تر ۸۳ سلنه زیات له ۵ کلونو کم عمره ماشومان او تر ۴۴ سلنه زیاتې ښځې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دې موده کې د شدیدو تنفسي ناروغیو نږدې ۸۰ زره پېښې ثبت شوي چې ډېری یې ښځې او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

نومونیا چې په افغانستان کې په سینه‌بغل، سکاروي او د سږو پړسوب پر ناروغیو هم پېژندل کېږي، د شمېرو له مخې په نړۍ کې د ماشومانو او لویانو د لوړ شمېر مړینو لامل ساري ناروغۍ ده.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې خلک دې د ناپاکې او سړې هوا نه د ځان ساتلو په خاطر ماسک وکاروي او ګرمې جامې دې اغوندي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه