اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې کومه الوتکه تېر ماښام په بدخشان کې ورکه شوې وه، پيدا شوې او د پيلوټ په شمول څلور سپاره يې ژوندي دي.
مجاهد نن (يکشنبه، ۱ د سلواغې) پر ايکس ليکلي چې دا الوتکه د بدخشان د کوف آب ولسوالۍ په «ارزکوه» سيمه کې پیدا شوې ده.
د ده په وينا، د پيلوټ په شمول د الوتکې څلور سپاره د طالبانو د ژغورونکې ډلې له لوري ژغورل شوي او د نورو سپرو د پيدا کولو لپاره هڅې روانې دي.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت هم د بدخشان د لوړو سيمو ويډيو خپره کړې چې ظاهرا د دې الوتکې د ورکېدو سيمه ده، البته په دې ويډيو کې الوتکه نه ښکاري.
په بدخشان کې د طالبانو ځايي مسوولينو نن سهار د دې ولايت د زيباک ولسوالۍ په غرونو کې د الوتکې د سقوطېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې دا الوتکه له يوه هندي شرکت سره اړه لري، خو د هند د هوانوردۍ اداره دا ادعا ردوي.
په همدې حال کې د روسيې د هوانوردۍ چارواکو ويلي چې په روسيه کې يوه «ثبت شوې» الوتکه چې شپږ تنه پکې سپاره و، د افغانستان په فضا کې له رادار څخه ورکه شوې ده.
د روسيې د هوانوردۍ چارواکو په اعلاميه کې ويلي چې دا الوتکه په چارټر الوتنه له هند څخه د ازبکستان له لارې روسيې ته تله.
له دې راپور سره سم، دا لوېدلې الوتکه فالکون ۱۰ جيټ الوتکه ده چې د فرانسې جوړ ده.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت هم ويلي چې يوه روسي شخصي جيټ الوتکه چې د خدمې په شمول شپږ تنه پکې سپاره و، له هند څخه تاشکند ته تلله او د بدخشان په فضا کې له خپله مسيره وتلې او ښايي سقوط يې کړی وي.
د دې وزارت په وينا، د افغانستان په هوايي حريم کې د دې الوتکې مسير له وړاندې نه و پلان شوی او ښايي د تخنيکي ستونزو له وجې له خپله مسيره اوښتې وي.
