د پاکستان د ګمرک یو چارواکی: ښايي پاکستاني توکي د تل لپاره د افغانستان بازار له لاسه ورکړي

اطلاعات روز: د پاکستان د ګمرک یو چارواکي خبرداری ورکړی چې د لارو په بندیدو سره ښايي پاکستاني توکي «د تل لپاره» د افغانستان بازار له لاسه ورکړي، ځکه چې افغان سوداګرو د اړینو توکو د واردولو لپاره ایران ته مخه کړې.

د افغانستان او پاکستان لارې د تېرې اونۍ په پېل کې د موټرچلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې د محدودیت له کبله تړل شوې دي.

پاکستانۍ ډان رسنۍ خبر ورکړی چې له میوو، سبزیو او نورو خرابیدونکو توکو بار تر ۱۰۰ زیاتې لارۍ له تورخمه پېښور ته ستنې شوې دي.

د پاکستاني ګمرک د ترخیص مسوول مجیب الله شینواري ډان نیوز ته ویلي، چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي ترینګلتیاوو او همداراز د افغان موټرچلوونکو لپاره د ویزې د سیاست په اسانه کولو کې د یو شمېر پاکستاني چارواکو د نه لیوالتیا له کبله د تورخم د خلاصولو لپاره هڅې کمې شوي.

نوموړي ویلي، چې یو شمیر افغان موټرچلوونکي او کلینران یې له معتبرو ویزو سره-سره بند پاتې دي او د یو شمیر پاکستانیانو باروړونکي موټرونه هم هغه لور ته بند پاتې دي، سره له دې چې اړین اسناد لري.

دې پاکستاني چارواکي ویلي، چې د لارو بندیدو میلیاردونه کالدارې زیان اړولی دی.

ده خبرداری ورکړی چې پاکستاني توکي ښايي د تل لپاره د افغانستان بازار ګاونډیانو ته وبایلي، ځکه چې ګڼ شمېر افغان سوداګرو له وړاندې لا خپلو ایراني سیالانو ته د اړینو توکو د چمتو کولو ویلي دي.

ځايي سوداګر قاري نظم ګل چې په دې وروستیو کې له افغانستانه راستون شوی، ډان ته یې ویلي، چې د جلال اباد بازار له ایراني توکو په ځانګړې توکه خوراکي توکو ډک دی.

د ده په وینا، کابل کې هم دوکانونه ایراني توکي وړاندې کوي.

ده ادعا کړې چې له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندیدو وروسته ایران په چټکۍ خپل توکي پلازمیني کابل ته رسولي دي.

دې سوداګر ټینګار کړی چې پاکستان حداقل د دریو میاشتو لپاره د باروړونکو موټرو افغان چلوونکو لپاره د ویزې د محدودیت له لېرې کولو پرته بل انتخاب نه لري.

ده زیاته کړې:  «د زیات زیان د مخنیوي لپاره وخت ته اړتیا ده، تر څو افغان موټرچلوونکي پاسپورټونه واخلي او سوداګر او ټرانسپورټ کوونکي په خپلو موټرو کې بار بارونه افغانستان ته ورسوي.» 

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه