نورستان کې کابو پنځوس سلنه ماشومان د زده کړو پر ځای پر درنو کارونو بوخت دي

نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون او ولسوالیو کې شاوخوا ۴۵ سلنه ماشومان پر بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي، چې ډېری هغه یې له زده کړو هم بې برخې دي.

دوی وايي، د یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې پرمټ یې څه باندې درې زره ماشومانو ته چې وړاندې پر درنو کارونو بوخت وو د لومړنیو زده کړو او تفرېح لسګونه دوستانه ټولګي جوړ کړي.

په دغو دوستانه ټولګیو کې پر زده کړو او لوبو بوخت ماشومان که څه هم د یادو ټولګیو پر جوړېدو خوښ دي، خو غوښتنه کوي، چې دغه ټولګي دې دومداره او مرستندویه ادارې دې د دوی مالي ملاتړ وکړي.

د نورستان د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې په همکارۍ یې هغو ماشومانو ته چې له خپلو کورنیو سره پر درنو کارونو بوخت او له زده کړو بې برخې وو دوستانه محلونه او ټولګي جوړ کړي.

د یاد ریاست طالب چارواکي وايي، هڅه کوي هغو نورو ماشومانو ته هم د زده کړو زمینه او دوستانه محلونه جوړ کړي، چې په کم عمر کې له خپلو کورنیو سره یو ځای یې درنو کارونو ته مخه کړې.

د نورستان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ټولنیزو چارو طالب آمر عبدالجلیل په دې اړه داسې وویل: «تقریباً ۴۵ فیصده پورې ماشومان نورستان کې له خپلو والدینو سره په ځمکو کې کار کوي، له ځنګلونو لرګي راوړي، په مالدارۍ بوخت دي او ډېر یې له زده کړو هم محروم دي، چې زمونږ د تخمیني حساب له مخې ۴۵ فیصده ماشومان هم کم عمره نجونې او هم کم عمره هلکان په درنو کارونو بوخت دي.»

نورستان کې ګڼ ماشومان یا له غره څخه لرګي راوړي او یا هم د خپلو پلرونو سره په پټیو کې په کار بوخت وي. انځور: خواله رسنۍ

ورته مهال د واک مرستندویه ادارې مسوولین وايي، د نورستان په مرکز پارون او اتو ولسوالیو کې د شاقه کاره ماشومانو لپاره یې ۸۰ شپږ میاشتني دوستانه محلونه او د زده کړو ټولګي جوړ کړي.

دوی وايي، دغو ماشومانو ته د زده کړو ترڅنګ یې د هغوی کورنیو ته د ۳۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې ټولګټې پروژې هم پلي کړي، چې لسګونه زره مستقیم ګټه اخېستوونکي لري.

نورستان کې د یادې موسېسې استازی خالد حقمل وویل: « د واک موسېسې په دغه برنامه کې ۳۵۰۰ ماشومانو ته دوستانه محلونه جوړ شوي او شاوخوا ۶۰ زره مستقیم ګټه اخېستوونکي لري، د ۳۳ مېلیونه افغانیو بودیجې په مصرف سره، چې په شپږو میاشتو کې تکمیلېږي.»

نورستان د هیواد یو له تفریحي او غره ییزو ولایتونو دی، خو خلک یې تل د شته اسانتیاوو څخه محروم پاتې شوي. انځور: ارشیف

په دغو ټولګیو کې د زده کوونکو ښوونکې وايي، په دوستانه محلونو کې پر زده کړو د بوختو ماشومانو روان رغېدلی، چې د راتلوونکي لپاره یې ښه زېری دی.

د دغو ټولګیو ښوونکې ذکیه زیاتوي: «دوی دلته راځي، په آرامۍ سره درس وايي، هغه که ریاضي ده، دیني درسونه دي یا نور دي، چې له پخواني حالت وتلي او استعداد یې په غوړېدو دي.»

په دغو جوړو شویو دوستانه محلونو کې پر زده کړو او تفرېحي لوبو بوخت ماشومان وايي، له خپل برخلیک خبر نه وو او په ملا ماتوونکو کارونو بوخت وو او خوښ دي چې له شاقه کارونو راګرځول شوي دي.

ماشومان له مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې دا ډول برنامې دې ورته دوامدارې کړي او هم دې د دوی د کورنیو مالي ملاتړ وکړي؛ ترڅو دوی د شاقه کارونو پرځای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

۱۳ کلن زده کوونکي ابراهیم وویل: « مونږ مخکې په کوڅو کې بې ځایه ګرځېدو، پټیو او ځنګلونو کې مو کار کاوه، اوس دلته درس وایو او خپلې آیندې لپاره خواري کوو.»

لس کلنې زده کوونکې هاجرې وویل: « مونږ به خپلو میندو سره پټیو کې کارونه کول، لېرې ځای نه مو اوبه راوړلې، بازارونو کې به مو کباړ را ټولاوه، اوس چې دې صنفونو ته راځو ښه په آرامه درس وایو او هم خپلې لوبې کوو.»

نورستان د هېواد یو له لېرې پرتو او غره ییزو ولایتونو دی، چې کرنیزې ځمکې په کې کمې او خلکو ته د کار روزګار زمینې هم په نشت حساب دي، چې د خلکو اقتصاد کمزوری او اړ شوي، چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ملاتړ لپاره خپل ماشومان شاقه کارونو ته واستوي.

نورستان مېشتي وايي، له اوږدو کلونو راهیسې یې د اولادونو زده کړو او په دې ولایت کې د خلکو د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د پام وړ کار نه دی شوی او د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی د ستونزو حل لپاره دې بنسټیزې حل لارې ولټوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه