اطلاعات روز: د هند کرکټ ملي لوبډلې د درېيمې شل اوريزې لوبې په دويم سوپر اور کې وکولای شول چې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې توګه د درې شل اوريزو لوبو لړۍ درې پر صفر له افغانستان څخه وګټي.
دا لوبه چې نن (چهارشنبه، ۲۷ د مرغومې) ترسره شوه، هند پکې د ټاس په ګټلو لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه او افغانستان ته يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۱۳ منډو لوړ هدف ورکړ.
د هند له لوري د هند لوبډلمشر روهيت شرما په ۶۹ بالونو ۱۲۱ ناسوځيدلې منډې وکړې. همدا راز بل هندي لوبغاړی رينکو سينګ هم پر ۶۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.
د افغانستان له لوري د توپ اچونې پيل ښه و، فريد احمد او عظمت الله عمرزي وکولای شول چې د هند څلور لوبغاړي ژر وسوځوي.
فريد احمد د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې درې او په دويم سوپر اور کې يو هندي لوبغاړي وسوځول. همدا راز، عظمت الله عمرزي هم يوه ويکټ تر لاسه کړه.
افغان توپ وهونکو وکولای شول چې د شلم اور په وروستي بال له هند سره منډې مساوي کړي. په افغان توپ وهونکو کې د پيل توپ وهونکو رحمان الله ګربز او ابراهيم پنځوسيزې وکړې او ګلبدين د ۵۵ چټکو منډو په کولو سره تر پایه ونه سوځېد او لوبه يې مساوي کړه.
له قانون سره سم، د لوبې د ګټونکي معلومولو په موخه سوپر اور ترسره شو او افغان توپ وهونکو هندۍ لوبډلې ته د ۱۷ منډو هدف کېښود چې هند پوره نه کړای شو او يو ځل بيا د دواړو لورو منډې سره مساوي شوې.
تر دې وروسته دويم سوپر ترسره شو او دا ځل هندي توپ وهونکو افغان لوبډلې ته د ۱۲ منډو هدف ورکړ خو افغان لوبډلې پوره نه کړای شو او پر لومړنيو درو بالونو يې دوه لوبغاړي وسوځېدل او لوبه د هندۍ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې د درې شل اوريزو لوبو د لړۍ دوې لومړنۍ لوبې هم هندۍ لوبډلې ګټلې دي.
